محقق: نړیوال باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق وايي، نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.
نوموړي دا څرګندونې نن د داوود داوود او شاه‌جهان نوري د لسم تلین په نمانځغونډه کې وکړې.

د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټینګار

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ټیلیفوني خبرو کې چې پرون وشوې، دواړو لوریو د امنیتي او ترهګرۍ ضد همکاریو په اړه بحث کړی دی.

د سیمې هېوادونو کې ډېری کارګر ماشومان افغانان دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال اجمل شاه‌پور نن په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژې د پروګرام په پرانیست‌غونډه کې وایي، د کورنیو د پوهاوي د کچې ټيټوالی او ماشومانو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوي چې دوی تر ډېره زیان وویني.

د نامنظمې کډوالۍ پایله؛ هغه مېرمنې چې پر ژور خپګان او نشه‌یي توکو اخته شوي

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.

په یو‌شمېر ولایتونو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې

د هېواد په کچه په یوشمېر ولایتونو کې د جګړو او د تاوتریخوالي زیاتېدو خلکو اندېښمن کړي دي. اوس په لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لغمان، نورستان، ننګرهار، بغلان، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب او ګڼ‌شمېر نورو ولایتونو کې د افغان او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي. د جګړو پر دوام د لغمان په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او د چارواکو په وینا چې وسلوال طالبان یې په شاه تمبولي دي.

«کډوالۍ را څخه په کرېکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو هیله واخیسته»

وزګارتیا او بې‌وزلۍ هرکال بې‌شمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یو‌شمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی

ځینو رسنیو پرون داسې راپورونه خپاره کړل چې له مخې یې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له خپلو مشرانو سره په استانبول کې د افغان سولې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په اړه د سلا مشورې په موخه کوټې ته تللی دی.
سره له دې چې د یاد دفتر ویاند ډاکټر نعیم پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي تګ ردوي، خو په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پرون کوټې ته ورغلی دی.

د پلټنې ادارې رییسې استعفا وکړه

د پلټنې ملي ادارې رییسې غزال حارث پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه اداره کې له دوو کلونو خدمت کولو وروسته له خپلې دندې استعفا کوي. مېرمن حارث ویلي چې په دې موده کې یې دوه ځلې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو د نوموړي له لوري نه ده منظور شوې.

حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

طالبانو لوګر کې له جګړې پرته د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې

د لوګر ولایت یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴ بجې د بره کي برک ولسوالي اړوند د«لب‌جر» امنیتي پوستې له جګړې پرته سقوط کړی او سرتیري یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. سرچنیه وایي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د محمداغې ولسوالي پر بېلابېلو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د ميدان وردګ جلرېز ولسوالي نیولې

د ميدان وردګو د‌ ولايتي شورا غړی شريف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د‌ ميدان وردګو ولايت جلرېز ولسوالي له پنځه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د طالبانو لاس ته لويدلې ده.

 هوتک زياته کړه چې د جلرېز ولسوالي امنيه قوماندان له خپلو ۳۵امنيتي ځواکونو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوی او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده.

په تېرو دوو ورځو کې هلمند او غور کې ۱۶ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په هلمند او غور ولایتونو کې د جګړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ملکیان وژل شوي دي. دغه کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې ډېره بیه ملکلیان پرې کوې او هر څه ژر دې روان تاوتریخوالی ودرول شي، تلپاتې اوربند او د سولې ټينګښت لپاره دې زمینه برابره شي.

وسله‌والو طالبانو زابل کې د یوه قومندان په ګډون ۵پولیس وژلي

د زابل د ولایتي شورا  رییس عطا‌جان حق‌بیان سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د «شهر صفا» ولسوالي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې د دې ولسوالي د امنیه قومندانۍ د قرارګاه قومندان له څلورو پولیسو سره وژل شوي دي.
 حق‌بیان وایي چې په دې نښته کې ۷وسله‌والو طالبانو هم وژل شوي او یو‌شمېر سپکې او درنې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

شنونکي: د ولس تېر اېستلو لپار افغان او پاکستاني چارواکو ډيپلوماټیکه لوبه روانه کړې

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي د دې هیواد پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه یې پوښتي چې ولې دغه حکومت له یوې خوا له پاکستان څخه مرسته غواړي او له بل‌ پلوه پر دغه هېواد ناوړه تورونه لګوي او د پاکستاني چارواکو پر وړاندې ناسمې څرګندونې کوي. خو یو‌شمېر افغان سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې دي او دوی د ولس تېر اېستلو لپاره د پردې ترشاه ښې اړیکې لري، خو په عمل کې بل څه په ډاګه کوي.

د کلات ښار امنیتي وضعیت په اړه د زابل د ولایتي شورا اندېښنې

 په کوچني اختر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته په یو‌شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې ورسره د دغه ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولي دي.