د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

یوې باوري حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له‌ خوا نیول شوې ده. سرچنیه وایي چې دغه ولسوالي وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولوېده چې بېګاه شپه له دغه ولسوالي ټول امنیتي سرتېری ایستل شوي وو.

د نسل وژنې ادعا ثابتولو په برخه کې د وګړو مسوولیت څه دی؟

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.

فاریاب کې د اعتراضونو پر دوام د ولسي جرګې د غړو اندېښنې

تېره دوشنبه محمد‌داوود لغماني د فاریاب ولایت د پوځ په لومړۍ لوا کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو چې ورسره د فاریاب ولایت اوسېدونکو د اعتراض په توګه  یې د ولایت مقام دروازه وتړله او د اعتراض خېمه یې ووهله. فاریاب ته د نوي والي د ټاکل کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو دوام د ولسي جرګې د یو‌شمېر غړو اندېښنې هم راپارولي دي.

زلمی خلیلزاد: هغه اوازې ناسمې دي چې طالبان به کابل ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هغه ګونګوسې ناسمې دي چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله‌وال طالبان په چټګې سره پرمختګ وکړي او کابل به تر خپلې ولکې لاندې راولي.
زلمي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د بهرنیوچارو کمېتې ته خبرې کولې وویل، دا تېروتنه ده چې افغان ځواکونه تیت او پرک کېږي او لنډ وخت کې به واک طالبان ته ورسېږي.

له نړیوالې محکمې د سیدالشهدا ښوونځي او لوګر د بریدونو د څېړلو غوښتنه

د بهرنیو چارو وزیر محمد‌حنیف اتمر نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې هالند هېواد ته د سفر په ترڅ کې یې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل څو د کابل د ۱۳امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر بریدونه وڅېړي.

بهرني ځواکونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پوځي اډه جوړوي

د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالي مسوولان وایي، بهرنیو ځواکونو د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پاکستاني لورې ته د يو لوی پوځي بېز په جوړولو بوخت دي او غواړي چې هلته دېره شي.
د اریوب ځاځیو ولسوال کفتان اخلاص سلام‌وطندار ته وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې هغې لوري شيلوزان ترې منګل سیمه کې، بهرني ځواکونه په اکمالاتو او پوځي بېز جوړولو لګیا دي.

پر طالبانو د افغان ځواکونو بریدونه؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ وسله‌وال وژل شوي

په  کوچني اختر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د حکومت او طالب ډلې ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي چې دواړه لوري یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

ولسي جرګه: اوسنیو نازکو شرایطو ته په کتو د بهرنیانو وتل د اندېښنې وړ دي

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون نن د دې جرګې عمومي غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوې اعلامیه کې وویل چې ناټو او امریکايي ځواکونه په مسوولانه توګه د دوه اړخیزه تړون له مخې افغانستان ته راغلي وو او وتل یې هم باید مسوولانه وي.

د اوربند پای او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیل

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د کوچني اختر درې ورځنی اوربند بېګاه دولس بجې پای ته ورسېد. په سوېل کې پوځیان وايي، د طالبانو پر وړاندې یې یرغلیز، چاڼیز او د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي چې د مارجې ولسوالي لپاره او پر لښکرګاه ښار د طالب ډلې د بریدونو مسوول حسیني په ګډون په‌کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

په هرات کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په کابل کې مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، ملا نیازی له هرات څخه کابل ته د درملنې لپاره راوړل شوی و.

ملا نیازی د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ماښام، د هرات د ګذرې ولسوالي اړوند په «میرداوود» سیمه کې له وسله‌والو کسانو سره په نښته کې ټپي شوی و. په دې نښته کې د ملا نیازي درې کسان هم وژل شوی دي. خو په هرات کې یوه امنیتي سرچینه وایي، ملا نیازی په هماغه شپه چې ټپي شوی و، مړ شوی؛ خو د طالبانو جلا شوې ډلې د نوموړي د مرګ خبر پټ ساتلی و.

طالبانو ته د مارشال دوستم خبرداری

د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال  او  د افغانستان د اسلامي جبنش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم طالبانو ته خبرداری ورکوي او وایي،  اجازه نه ورکوي چې طالبان په افغانستان کې خپل د خوښې اماراتي نظام جوړ کړي او څرګنده یې کړه چې جګړه د افغانستان روان کړکېچ نه شي حلولی.

د کوه‌دامن په ۷ ولسوالیو کې د ډاکټرانو کار بندیز

د کابل شمال د کوه‌دامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچه‌کوټ، قره‌باغ، کلکان، اسټالف، ګل‌دره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کار‌کوونکو او ډاکټرانو کاربندیز کړی.

د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ کندهار او کندوز کې ماین چاودنو ۹ملکیان وژلي

کندهاراو کندوز ولایتونو امنیتي مسوولان، د اختر او اوربند په لومړۍ ورځ په دغو ولایتونو کې د ماین چاودونو خبر ورکوي. د دغو چاودونو له امله چې دوه یې د کندهار په پنجوایي او میوند ولسوالیو او یوه یې هم د کندوز په ښار کې شوي، له امله یې ۹ملیکان وژل شوي او ۱۷ټپیان دي.

غني طالبانو ته: د سولې په اړه له شته فرصته ګټه واخلئ

ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې د افغان سولې بهیر په اړه د روان فرصت هرکلی وکړي او سولې ته دې غاړه کېږدي. ولسمشر غني نن د کوچني اختر له لمانځه وروسته وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې ټینګښت لپاره ستر فرصت رامنځته شوی او له طالبان باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي او سوله وکړي. ولسمشر غني وویل، د طالبانو لپاره د ولس او جمهوریت غېږه خلاصه ده او دا ډله دې هم د ټولنې بېلابېلو پوړونو ته درناوی وکړي.

 د یونان د کډوالو په کمپ کې د افغانانو نامعلوم برخلیک

په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت هغه لاملونه دي چې ګڼ‌شمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس په یونان کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه‌شي کېدای.