د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې

په زابل کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي نن سهار د پوځ د یوه کنډک د خوشې کولو په بدل کې وسله‌والو طالبانو ته ورسپارلې ده.
د سرچینې په وینا، په دغه ولسوالي کي د ملي اردو یواځینی کنډک نن سهار  وسله‌والو طالبانو ته په دې شرط ور تسلیم شوی چي په دغه کنډک کي ټولو مسوولانو ته به اجازه ورکول کیږي، څو مرکز کلات ته ولاړ شي.

تېل ټانکونو ته د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د ګډې کمېټې خبرداری

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت، د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او څو نورو بنسټونو د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د ګډې کمېټې په یوې خبري غونډه کې هغو تېل ټانکونو ته چې له استوګنیزو مرکزونو سره نیږدې فعالیت کوي، خبردار ورکړ، که تر راتلوونکو ۲۰ ورځو د اورلګېدنې پېښو د مخنیوي لپاره د دې وزارت سپارښتنې جدي ونه ګڼي، وبه تړل شي.

طالبانو د بامیان پر کهمرد ولسوالي برید کړی

د بامیان والي سید‌انور رحمتي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالي په «اشپشته» کلي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو له امله ۵ سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دي.

ولسي جرګه: د امنیتي وضعیت په اړه د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده

د ولسي جرګې یو‌شمېرغړي د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د روانې جګړې او د امنیتي وضعیت په مدیریت کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر کړنو نیوکه کوي او وايي، حکومت باید هرڅه ژر د دغه وضعیت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي. د ولسي جرګې غړي په دې برخه کې د حکومت پټه خوله پاتې کېدل د پوښتنې وړ بولي.

طالبانو سرپل کې۱۲ امنیتي سرتیري وژلي

د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

د سرپل سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او  ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د هغو همکارانو کیسه چې سوځېدلي جسدونه یې وموندل شول

د کابل ښار له پرونۍ چاودنې وروسته د فاطمې او طیبې په لټون پسې سرګردانه ګرځي، د پېښې ځای ته ځي او روغتونونه یو په بل پسې لټوي، خو هلته یې هم څرک نه لیدل کېږي. شپه تېریږي او لا یې هم د کورنۍ غړي د لیدو تمه لري، عدلي طب ته له رسېدو سره سم ورته ویل کېږي چې طیبه او فاطمه په دې چاودنه کې وژل شوي دي. په عدلي طب کې دا جوتیږي چې د غوښې هغه شیندل شوې ټوټې چې د چاودنې له ځای څخه راټولې شوې وې، د فاطمې او طیبې سوځېدلي جسدونه دي.

د کابل چاودنو خلک په موټرو کې له تګ راتګ بېزاره کړي

پرون له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماینونو ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.

حکومت د جنايي جرمونو په څېړلو کې پاتې راغلی

د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.

 د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې او په دغه ولسوالي کې یې له کلابندو سرتېرو سره نښته روانه ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي او په وینا یې که چېرته دغه ولسوالي ته عاجله مرسته ور ونه رسېږي، هغه سرتیري چې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي، وبه وژل شي.

د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړي

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي نن په مکه کې د افغان سولې په اړه د مفتیانو او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې وویل، عربستان او پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو برخه کې مهم رول لري. د نوموړي په وینا، د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې په روښانه توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړي.

د امریکا کانګرېس ته د بایډن لیک؛ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه لیک کې لیکلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
بایډن لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پر پېښو ترهګریزو ګواښونو سترګې نه پټوي او د ترهګرۍ مخنیوي او دغو ګواښونو پر وړاندې به لازم اقدامات وکړي.

بدخشان کې د اوبو او امنیت د نه‌شتون په اړه لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی

 نن د بدخشان یو‌شمېر اوسېدونکیو په دغه ولایت کې د ناامنیو، د څښاک اوبو رسولو د شبکې پرې کېدل او د شورابک بند د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو کله چې لاریون کوونکوغوښتل د بدخشان ولایت مقام د دروازې پر لور ولاړ شي، امنیتي ځواکونو یې مخ ونیوله او دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.