طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه

 طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې  ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمد‌حسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.

کابل کې نن سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

وروسته له هغې چې پر پنجشېر ولایت د طالبانو په عملیاتو کې د پاکستان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکې د بریدونو خبرونه خپاره شول، نن په کابل او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پر ضد په سلګونه کسانو پراخ لاریونونه وکړل.

روسیه: که د طالبانو حکومت پراخ‌بنسټه وي، د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په صورت کې به د دغه هېواد استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. لاوروف پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې روسیې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی.

ښځینه خبریالانې: کورناستي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو

د طالبانو له لوري د کندوز له نیولو وړاندې په دغه ولایت کې نږدې ۱۵ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغو رسنیو څخه نیمايي تړل شوي او خبریالان یې په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانې او کارکوونکې یې په کور ناستې دي. دوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ دي چې هېواد پرېږدي.

احمد مسعود خلک د طالبانو پر وړاندې «ملي پاڅون» ته رابللي

وروسته له هغې چې طالبانو د پنجشېر ولایت د نیولو ادعا وکړه، د ملي مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې دې «عمومي پاڅون» پیل کړي. وموړي همداراز په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې پنجشېر کې دی او مقاومت یې دوام لري.

هېواد کې وزګارتیا؛ د ګڼ‌شمېر افغانانو لپاره د ژوند دوام ستونزمن شوی

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

یو‌شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري

یو‌شمېر خبریالان په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له نقض څخه اندېښنه لري او وایي، د حکومت په بدلېدو سره رسنۍ هم تر نظر او څار لاندې نیول شوي دي. دوی وایي، طالبانو د رسنیو له مسوولانو سره په خپله لومړۍ ناسته کې دا پرېکړه وکړه چې د رسنیو نشرات باید د اسلامي امارت په چوکاټ کې وي.

جو بایډن: له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر له بشپړېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه. جو بایډن له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۰زره کسانو د اېستلو عملیات ستایلي دي. بل‌خوا طالبانو پرون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره بریا وبلله.

ملګري ملتونه طالبانو ته: هغه کسان چې له افغانستانه وتل غواړي مخه یې مه نیسئ

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته‌ رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

مجاهد: طالبان له امریکا سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي

له کابل نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هوايي ډګر ټول کنټرول طالبانو په لاس کې اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او یو‌شمېر نور طالب چارواکي چې نن د کابل نړۍ‌وال هوايي ډګر ته ورغلي وو، وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه، خو طالبان له امریکا او نړۍ‌ سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځ ته کول غواړي.