خلیل‌زاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

کابل کې د امریکا هوايي برید؛ د یوې کورنۍ ۹غړي وژل شوي

د سي ان ان خبري شبکې راپور ورکړی چې پرون کابل کې د استوګنې پر یوه کور د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. پرون امریکا ویلي و چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یې یو موټر هدف ګرځولی او له منځه یې وړی دی.

د ۱۰۰هېوادونو خبرپاڼه: افغانانو ته د سفر اسنادو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکوو

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري. دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د سفر کولو اسناد به ورکړي.

ملګري ملتونه د افغانانو ډله‌ییزې کډوالۍ ته چمتووالی نیسي

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او همکار بنسټونه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانان ډله‌ییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتوالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

د کابل هوایي ډګر دروازه کې پرونۍ چاودنو څه باندې ۱۰۰ کسان وژلي

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.

خبریالان او مدني فعالان: نړۍ‌واله ټولنه دې مونږ له افغانستانه وباسي

نن په کابل کې یو‌شمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍ‌والې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي. دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالان د طالبانو له لوري وهل شوي دي.

افغانستان کې اقتصادي ناورین او د بې‌وزلۍ کچه مخ پر لوړېدو ده

له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د هېواد په ۳۳ولایتونو ولکه خپله کړې، د دولتي ادارو سربېره د خصوصي تشبثاتو او د راکړې ورکړې چارې په ټپه ولاړې دي. اقتصادي کارپوهان دغه وضعیت ناورین بولي او وایي، هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه نوره هم پراخه شي.

دلاور: امریکا په افغانستان کې له طالبانو د اډو غوښتنه کوله

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شهاب الدین دلاور نن کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا له دوی څخه په افغانستان کې د دایمي اډو غوښتنه کوله چې دوی یې مخالفت کړی دی. دلاور وویل چې هېڅکله به هم اشغالګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.

طالبان دې د کابل نړیوال هوايي ډګر د تګ راتګ لارې خوندي کړي

 د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ لارې خوندي کړي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو استازیو ټینګار کړی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

بایډن: افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت د هغه کړنو پورې تړلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جي۷  هېوادونو په ناسته کې د اروپا ټولنې له مشرانو، ناټو سازمان او له ملګرو ملتونو سره د افغانستان په اړه لیدلي او خبرې اترې کړي دي. په دغه لیدنه کې ټولو اړخونو ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت به له نړیوالو سره د دوی د کړو ژمنو په اړه اقداماتو پورې تړلی وي.

غور ته د طالبانو راتګ؛ زرګونه ځوانان له دغه ولایت څخه وتلي

د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بې‌وزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.