د کندوز حوزوي روغتون کې د سترګو د عملیاتو لنډمهالی مرکز جوړ شوی

د کندوز حوزوی روغتون چې د هېواد په شمال‌ختیځه حوزه کې د درمنلې تر ټولو لوی مرکز دی چې د ناروغان لپاره ۲۰۰ بستره لري. یاد روغتون په بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي او تازه د قطر د هلال‌احمر بنسټ له لوري پکې په لنډ‌مهالي توګه د سترګو د عملیاتو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی.

له افغانستان سره د چین د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده‎

کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي. وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

«سلام‌‌وطندار» ته د عبدالمالک ساپي راتګ؛ ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی باله

تېره ورځ یو کس چې ادعا یې کوله د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ښاري استخباراتو د څانګې کارکوونکی دی، د سلام‌وطندار راډیو دفتر ته ننوځي. نوموړي کس غوښتل په زور او د سلام‌وطندار راډیو د امنیتي برخې له همغږۍ پرته دفتر ته دننه شي. هغه خپل ځان عبدالمالک صافی معرفي کړ او یوه بل ځوان یې هم ملتیا کوله.

لوګر کې وزګارتیا ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.

تر راتلونکو دوو ورځو د «جي‌۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.

امریکا کې دوه افغانان د جنسي تیري او کورني تاوتریخوالي په جرم تورن پېژندل شوي

د امریکا د مډیسیون فدرال محکمې دوه افغان کډوال چې یو یې پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري او بل یې له خپلې مېرمنې سره د تاوتریخوالي په تور، تورن پېژندلي دي. دغه دوه تورن افغان کډ‌وال د امریکا ویسکانسین ایالت په فورټ مک‌کوی سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

شنونکي: هېواد کې د ترهګرو ډلو بیا راژوندي کېدل ستر ګواښ دی

وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان ال‌سعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.

غور ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼ‌شمېر دغه مرکزونه د بودیجې نه‌شتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

داعش ډلې ننګرهار کې پر طالبانو د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو له راتلو سره ۱۵۳رسنیو خپل فعالیتونه درولي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.