بریټانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

 د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره ۷۵ میلیون پونډ چې ۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي. د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د جي۷ هېوادونو غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي چې د «بېړنیو مرستو» دغه کڅوړه د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه او اوبو د برابرولو لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیونه ډالر ازاد کړل

د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته‌ کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

یوناما: اسلامي امارت دې د افغانانو له مساوي حقونو ملاتړ وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا «یوناما» ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ښځو حقونه له پام لوېدلې دي. دغه بنسټ نن د «بشر حقونو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د هر افغان له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د میوند بانک د نه سقوط‌ کېدو په اړه د چارواکو ډاډ

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.

اسلامي امارت د کنګل شویو پیسو په اړه د بحران ډلې د وړاندیز هرکلی کړی

د بحران نړیوالې ډلې مسوولان وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري پر حکومت اقتصادي فشارونو د دغه حکومت تګلاره نه شي، بدلولی او ښه به وي چې په ازمایښتي توګه د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړل شي. دې ډلې وړاندیز کړی چې امریکا باید په تدرجي توګه د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

شنونکي: پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه به هیله بښوونکې نه وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي پرون وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د سعودي عربستان په بلنه د پاکستان په کوربه‌توب جوړېږي. قریشی ویلي چې ټاکل شوې دغه غونډه په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت او اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره جوړه شي.