د خامو موادو نشتوالي ۲۵سلنه تولیدي شرکتونه له فعالیته غورځولي
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هممهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د اسلامي امارت له راتلو سره هممهاله تولیدي شرکتونه د خامو موادو له کمښت سره مخ دي.
د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې له موخې وړاندې وژلی دی.
چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا لهخوا د هغې چمتو شوې، طرحې مخالفت کړی او هغه یې رد کړې چې پر بنسټ یې په افغانستان کې له بشري مرستو پرته اقتصادي بندیزونه لګېدل. د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وایې چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د نړی د سترو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي.
د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېکمحمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.
د ژمي په پیل او هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې پراختیا سره هممهاله، د بامیانو یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خیریه موسسو د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او په دغه بهیر کې له شته فساد څخه شکایت لري.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند په لعلپورې ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو د تازه تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې او اغزن تار یې هم ورټول کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیلهبښوونکې وه. متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یوشمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یوشمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.
پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې اوولسمې ناستې د جوړېدو په درشل کې ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان له خپلو غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې خپل پروګرامونه بسیج کړي.
په بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام له اووم تر دولسم ټولګي پورې ۴۵۷۹۰ ښځينه زدهکوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړ چې له هرې زدهکوونکې سره به ۲۵۰۰ افغانۍ مرسته وشي. دغه بهیر د نومبر میاشتې له لومړیو پیل شوی وو او د زدهکوونکو له سروې او بایومټریک وروسته یې د مرستو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازهګۍ سره ویلي، که افغانستان کې هر اړخیز دولت رامنځ ته نه شي، اسلامي امارت سیاسي واک نهشي ترلاسه کولای. کابلوف د افغانستان د سیاسي وضعیت څرنګوالي کې د ټولو قومونو ګډون او ونډه مهمه بولي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون