مالیې وزارت: د راتلونکي مالي کال بودیجه وروستۍ شوې ده

د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي چې د راتلونکي ۱۴۰۱کال بودیجه یې وروستۍ کړې او ډېر ژر به یې د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستوي. دغه وزارت ویلي چې په تېرو دوو  لسیزو کې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته ملي بودیجه چمتو شوې ده.

ولایتي خبریالان: چارواکي پر وخت معلومات نه راکوي او اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې زیات شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتوالي له کبله وتړل شوې چې ګڼ‌شمېر کارکوونکي يې، اوس د وزګارتیا له امله بې‌برخلیکه دي، خو هغه رسنۍ چې اوس هم فعالیت کوي، خبریالان یې وایي چې د رپوټ جوړولو پر مهال په اسانۍ اطلاعاتو ته په لاس رسي نه بریالي کېږي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې د ناکامیو د څېړنې لپاره کمېسیون جوړوي

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پرون د امریکا متحده ایالاتو ګانګرېس د داسې یوه کمېسیون جوړېدو ته رایه ورکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامیو په اړه څېړنې وکړي. دا کمېسیون د امریکا د ۷۶۸ میلیارد دفاعي‌ بودیجې یوه برخه ده چې د هغه هېواد د سنا مجلس له خوا د ۸۹ مثبتو رایو سره تایید شوه.

له کډوالۍ ستانه شویو ۴ورونو هرات کې د کبانو فارم جوړ کړی

دوی وايي، څه باندې ۱۰ کاله کېږي چې د کبانو روزلو دغه فارم یې جوړ کړی او په دغه موده کې یې کاروبار ښه وده کړې ده. د دوی په وینا، که څه هم دولت هغوی سره د کبانو روزلو په برخه کې همکاري نه ده کړې، خو بیا هم توانېدلي چې کبانو ته د هرات د اوسېدونکو د اړتیا لویه برخه تامین کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان پرون په جینوا کې د دې شورا په غونډه کې ویلي، داسې باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې ښایي پر کابل د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي دي. د بشري حقونو د شورا مرستیالې دغه راز ویلي، دې وضعيت په افغانستان کې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.

د ازبکستان او افغانستان د اړیکو راتلونکې؛ بشر‌دوستانه مرستې دوام لري

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره په نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا، ټيکاو، د سوله‌ییز  او ښه ژوند د  تضمین لپاره یو لړ هڅې روانې وې چې ازبکستان هم د افغانستان د یوه نږدې ګاونډي او په دغه هېواد کې د تل‌پاتي ثبات غوښتونکي هېواد په توګه هڅه کړې چې د ګډو فرهنګي او ښو اړیکو پر بنسټ خپله ونډه ادا کړي. په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسته دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ ازبکستان هڅه کوي چې د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

پنتاګون: د کابل وروستي هوایي برید له امله پوځیانو ته سزا نه ورکول کېږي

نیویارک ټیمز بیګا د امریکا د دفاع وزارت/ پنټاګون د یو چارواکي له قوله لیکلي چې په کابل کې پر یو کور د هوایي برید له امله هېڅ امریکایي پوځي ته سزا نه ورکول کېږي. دغه امریکایي چارواکی ویلي د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید استین د دوو امریکایي قومندانانو له توصیه وروسته دا پرېکړه کړې ده.

صرافانو ټولنه: د افغانستان بانک دې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره لاس پکار شي

وروسته له هغې چې افغانیو په کمسارې توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالراحمان ځیرک سلام‌وطندار ته وویل چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره دې د افغانستان بانک بازار ته ډالر وړاندې کړي.

شنونکي: پاکستان دوګونې لوبه کوي او د خپلو موخو په لټه کې دی

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې وروستیو کې ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، د نړیوالې ټولنې پرېکړې او همغږۍ پورې تړلی دی. د احمد خان په وینا، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د سیمې د هېوادونو هوکړه مهمه مسله ده چې د دغه هېوادونو دریځ د اسلامي امارت لپاره مهم ګڼل کېږي.