
د تورخم دروازې تړلکېدل؛ مجاهد: د جګړې پیلونکي پاکستاني ځواکونه دي
د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې کواګې تورخم کې رامنځته شوې جګړه لومړی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې کواګې تورخم کې رامنځته شوې جګړه لومړی د افغان امنیتي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.

القاعده شبکې دوهویشت کاله وړاندې د امریکا په نیویارک ښار کې پر سوداګریزو برجونو بریدونه وکړل چې د نړیوال امنیت او ترهګرۍ په اړه یې د نړۍ نظر بدل کړ. د القاعده شبکې له دغه برید وروسته، امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو پر افغانستان برید وکړ .

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفرازاحمد بګټی وايي، د ټيټيپي وسلهوالو له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي له خولې لیکلي چې اسلامي امارت د دوحې هوکړهلیک کې پر کړیو ژمنو عمل نهدی کړی. هغه وايي، ا.ا ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

ګڼشمېر سوداګر او هېوادوال وايي چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخامخ شوي او په خبره یې، یاده دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې شوه.
د دوی په وینا، نه یوازې ناروغان دغه هېواد ته له ورتګ پاتې دي، بلکې د ګڼو سوداګرو سوداګریز مالونه هم بند پاتې دي او سخت مالي زیانونه ورته رسېدلې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلاماباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو څخه پاتې وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلي او دغه کار د پاکستان په ګډون، د سیمې لپاره ګواښ دی. زهرا بلوچ ویلي چې اسلاماباد په دې اړه د ا.ا له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د ا.ا ځواکونه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تورخم دروازې ته څېرمه د امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو چې د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې. د ا.ا ځواکونه یې هم له ځنډ پرته پر وړاندې غبرګون ښيي او په دې سره د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه پیلېږي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي.

د ا.ا ویاند ذ.بېح.الله م.جهاد وايي چې د ریاستالوزرا مرستیال عبدالغني برادر پرون د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څرخ ولسوالي کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د افغانستان بانک وايي چې نن یکشنبه د وږي دولسمه به «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټر» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن «۱۳» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د سرپل امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې یوه ماشوم خپل ژوند بایللی دی.
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې یاده پېښه د وږي په نهمه، د پنجشنبې د دغه ولایت د صیاد ولسوالي په قفلاتون سیمه کې شوې ده.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون مسوولان وايي چې تر اوسه یې له ۶۵۰ ډېرو پخوانیو چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.
د افغان ټلېکام شرکت رییس فهیم چکري چې افغانستان ته یې له بېرته راتګ څخه څه باندې یو کال تېرېږي وايي، هېواد ته له راتګ وروسته دوه درې ځله د ټیلیفون له لارې ګواښل شوی دی.

سلاموطندار له ۲۲ کوچنیو کارګرو نجونو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې یادې نجونې د اقتصادي ستونزو او سرپرست نه درلودو له امله اړ شوي چې د پلازمېنې پر سړکونو درنو کارونو او د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې تراوسه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره ۶۲زره امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند بسمالله حبیب سلاموطندار ته ویلي چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼشمېر جرم کوونکي نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۱۱ میلیونه ډالره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. دوی خبرداری ورکوي، که دا پیسې یې په واک کې ور نهکړل شي، په افغانستان کې به یې له اړمنو سره مرستې را کمې شي.

په هند کې یوشمېر افغان محصلان چې د پخواني اسلامي جمهوریت پر مهال د زدهکړو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وايي، په روان کال کې یې د زدهکړو ویزې نوې شوې نهدي او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.