کرنې وزارت د نړیوالو مرستو جلب لپاره ښځینه کارکوونکې یوازې غونډو ته رابولي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي. د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست یوه کارکوونکې سجیه وايي چې هره میاشت معاش اخلي، خو د کورنیو برخو کې د ښځو فعالیت درېدلی دی.

شنونکي: ا.ا له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته اړتیا لري

د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې په اقتصادي او ښې حکومتولۍ برخه کې لاسته راوړنې ولري. د شنونکو په باور، نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو او د خلکو غوښتنو ته د اسلامي امارت د مشرانو نه اطاعت، د دې لامل شوی چې افغانستان د انزوا لور ته لاړ شي.

یو پاکستانی پلاوی ا.ا سره د سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راځي

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره نن کابل ته راځي.  د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان همداراز هوډ لري چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر شپه او ورځ شي.

فاریاب کې د جنايي جرمونو پېښې له ۸۰ څخه ۲۵سلنې ته راکمې شوي

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي. د فرقاني په وینا، د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې څخه ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.

سراج‌الدین حقاني: ا.ا له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په صبریو ولسوالي کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو او مشروع اړیکو غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد: امریکا ا.ا سره د ګډ کار کولو برخه کې له ننګونو سره مخ ده

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ګلډمن ساکس یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اسلامي امارت د ګډ کار کولو  څرنګوالي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او تراوسه یې ورته د حل لاره نه ده پیدا کړې.

سلام‌‌وطندار هېواد کې د تحصیلي وضعیت په اړه د خپلې سروې پایلې ډاګیزې کړې

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي انګېزې او راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د انګېزې کچې په اړه د خپلې یوې تازه سروې پایلې نن د یوه خبري ناستې په ترڅ کې ډاګیزې کړې. دغه سروې د روان کال په غويي او غبرګولي میاشتو کې ترسره شوې ده.

د ا.ا له واکمنېدو وروسته زده‌کړو او کاري راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او هیله‌مندۍکچه

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زده‌کړو راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او هیله‌مندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

افغانستان ته د مرستو نه لېږد طرحه به بشري ناورین لا پسې ژور کړي

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

کندوز کې د داعش پر پټن‌ځای د ا.ا د ځواکونو برید؛ درې کسان وژل شوي

په کندوز کې محلي او امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۰  د ا.ا ځواکونو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په «قنجغه عربیه» سیمه کې د داعش پر پټن‌ځای برید کړی دی.

د سرچینې په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ نښته د سهار تر درېوو بجو روانه وه. سرچینې زیاته کړه چې په دغه نښته کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

افغانستان د جنسيتي ناانډولۍ له پلوه تر ټولو ټيټه کچه کې دی

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینه‌وو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نه‌شتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.