د ا.ا له واکمنېدو وروسته زده‌کړو او کاري راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او هیله‌مندۍکچه

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زده‌کړو راتلونکې ته د زده‌کړیالانو د درسي انګېزې او هیله‌مندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

افغانستان ته د مرستو نه لېږد طرحه به بشري ناورین لا پسې ژور کړي

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

کندوز کې د داعش پر پټن‌ځای د ا.ا د ځواکونو برید؛ درې کسان وژل شوي

په کندوز کې محلي او امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۰  د ا.ا ځواکونو د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په «قنجغه عربیه» سیمه کې د داعش پر پټن‌ځای برید کړی دی.

د سرچینې په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ نښته د سهار تر درېوو بجو روانه وه. سرچینې زیاته کړه چې په دغه نښته کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.

افغانستان د جنسيتي ناانډولۍ له پلوه تر ټولو ټيټه کچه کې دی

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینه‌وو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نه‌شتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی. ا.ا بیا ویلي، ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.

لوګر کې ناپېژنده وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي وایي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ د پل‌علم ښار د «ښاروال څلورلارې» کې ناپېژنده وسله‌وال یوې نانوايي ته ننوتي او څلور کسان یې وژلي دي.

د پېښې یوه عیني شاهد محمد‌جاوید سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې درې وروڼه ځای پر ځای وژل شوي او د نانوايي یوه شاګرد روغتون په لاره ساه ورکړې ده.

افغانستان کې د سایبري امنیت د نه خوندیتوب په اړه د کارپوهانو اندېښنې

یو‌شمېر کارپوهان د افغانستان په اوسني سرپرست حکومت کې د سایبري او د خلکو د اطلاعاتو امنیت په اړه اندېښمن دي.

د دوی په وینا، اوسنی سرپرست حکومت په انټرنټي سایټونو  کې د اطلاعاتو او برښنايي سېټسمونو د امنیت خوندیتوب لپاره منظم او بنسټیزه تګلاره نه لري.

ازبکستان کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه نړیواله ناسته جوړېږي

ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سترې نړیوالې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې یاده ناسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړه شي چې د نړۍ ۲۰ هېوادونه به په‌کې ګډون وکړي.

تاجکستان: افغانستان تراوسه د برښنا پور نه دی راکړی

اسیا پلوس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس محمدعمر سوزاده په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان تراوسه د وارداتي برښنا پور نه دی ورکړی.

نوموړي ویلي چې د افغانستان برښنا شرکت په تدریجي توګه خپل پورونه ورکوي. د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس نه دي ویلي چې افغانستان د وارداتي برښنا له پلوه څومره پوروړی دی.

غور کې د نشه‌يي توکو د کښت له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

په غور کې د نشه‌يي توکو د کښت ډېروالي د یاد ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غور کروندګرو پر خپلو ځمکو په ډېره اندازه چرس او تریاک کرلي دي. د غور اوسېدونکي او مدني فعالان زیاتوي چې د دغه ولایت په دولتیار او د فیروز کوه ښار لویدیځو سیمو کې ډېر نشه‌يي توکي کښت شوي دي.