لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

زابل کې د اوبو کمښت له امله د کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي

په زابل کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه سوځېدلي او محصولات یې له‌منځه تللي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او کارېزونه یې وچ شوي چې له امله یې د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کندهار او روزګان کې سېلابونو ۳۱ کسان مړه کړي

د کندهار او روزګان ولايتونو په یو‌شمېر ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، دغو سېلابونو د خلکو څاروي هم وړي او کورونه او ګڼ‌شمېر هټۍ یې ویجاړې کړې دي. په ورته مهال د کندهار په خانشین ولسوالي کې هم د وروستیو اورښتونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

امریکا د «غیرناټو عمده متحد» په توګه د افغانستان دریځ لغوه کوي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د مشرانو او سنا جرګو غړو ته یوه لیک کې ویلي، غواړي د «غير ناټو عمده متحد» په توګه د افغانستان دریځ لغوه کړي.
افغانستان ته په ۲۰۱۲ کال کې د امريکا د غير ناټو عمده متحد دریځ ورکړل شوی وو.

د چین سفیر: امریکا افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده

کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه. د چین سفیر وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.

د باميان د پوهنې رياست د تعليمي څارنې يو غړى د زنا په تور بالفعل ونيول شو

د بامیان محلي سرچینې سلام وطندار ته تاییدوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړی، بشر حیدري چې د دې ادارې د رییس اسلام‌الدین عثماني له خپلوانو څخه دی تېره شپه د دغه ولایت مرکز «دره سادات» سیمې اړوند «بام سرای» روغتیايي مرکز کې له یوې ځوانې جلۍ سره د زنا په تور بالفعل د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.