اسیا پلس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس محمدعمر سوزاده په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان تراوسه د وارداتي برښنا پور نه دی ورکړی.

نوموړي ویلي چې د افغانستان برښنا شرکت په تدریجي توګه خپل پورونه ورکوي. د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس نه دي ویلي چې افغانستان د وارداتي برښنا له پلوه څومره پوروړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټينګار کړی چې تاجکستان اوس هره ورځ په ساعت کې ۹ میلیونه کیلوواټه برښنا افغانستان ته صادروي.

د تاجکستان د برښنا ملي شرکت رییس د روان کال په جنورۍ کې ویلي، افغانستان د وارداتي برښنا له درکه له دغه هېواد څخه ۳۳ میلیونه ډالر پوروړی دی.

هغه وخت د افغانستان برښنا شرکت ژمنه کړې وه چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې به تاجکستان ته ټول پورونه ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پربنسټ، تاجکستان تېرکال د ۵۶.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته برښنا صادره کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام