د القاعدې مشر ایمن‌ الظواهري کابل کې د امریکا هوايي برید کې وژل شوی

د امریکا ولسمشر جوبایډن دوشنبه ټلویزیوني وینا کې وویل، د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینې کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د امریکا ولسمشر ویلي، د دغه برد جواز یې خپله صادر کړی او د الظواهري په وژل کېدو سره عدالت تایمن شوی او د القاعدې شبکې مشر نور ژوندی نه دی.

نږدې یوه کال کې د ا.ا او ګاونډیو هېوادونو د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ ۹ځله نښتې شوي

د تېر کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳مه ځینو رسنیو د خپلو ځايي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د جوزجان د خماب ولسوالي سرحدي سیمه کې د اسلامي امارت او د ترکمنستان پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې وروسته د اسلامي امارت حکومت د دغې نښتې رامنځته کېدل رد کړل.

د اقتصاد وزارت: هېواد کې د سترو کارخونو د جوړېدو لپاره کافي پانګه نه‌لرو

د اقتصاد وزارت مسوولانو نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال یوې خبري ناستې ته وویل چې هېواد کې د ټولو پراختیايي پروژو د پلي‌کېدو شونتیا نشته او هغو پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې خلکو ته مهمې او اړینې وي.

هېواد کې د سواد کچې پر لوړوالي د اقتصاد وزارت ټينګار

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه له اړوند وزارتونو سره پر یوه ګډ پلان کار کوي. د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، له اړوند وزارتونو سره هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه کار کوي او ډېر ژر به دې برخه کې عملي او ګټور ګامونه واخیستل شي.

حکومتي ویاندویانو یوه میاشت کې سلام‌وطندار سره د ډېری پېښو اطلاعات نه دي شریک کړي

په وروستیو ورځو کې اطلاعاتو  ته لاسرسی په جدي توګه محدود شوی چې د خبریالانو اندېښنې یې راپارولي دي.

دوه ورځې وړاندې کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې چاودنه او نن په پلارمېنه راکېټي برید، هغه څه دي چې اړوندو ادارو یې خبریالانو سره معلومات نه دي شریک کړي.

نیمروز کې د ا.ا او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې

په نیمروز کې امنیتي او محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې ایران سره پولې ته څېرمه د ا.ا او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې چې اوس هم روانه ده. د سرچینو په وینا، جګړه لا هم روانه ده او د نیمروز له مرکز څخه د پېښې ځای ته د ا.ا مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي.

حنفي: د اسلام دښمنان غواړي د پیسو په مرسته «بې‌حجابي» ترویج کړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

پاکستان کې له افغانانو سره ناوړه چلن؛ ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم زندان ته اچولي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي. په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.