د اقتصاد وزارت مسوولانو نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال یوې خبري ناستې ته وویل چې هېواد کې د ټولو پراختیايي پروژو د پليکېدو شونتیا نشته او هغو پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې خلکو ته مهمې او اړینې وي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال لطیف نظري یادې ناستې ته ویلي چې د افغانستان پروړاندې د نړۍ دریځ او د بندیزونو لګول، د افغانستان پر اقتصادي ودې اغېز کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوشمېر کارپوهان د نړیوالې ټولنې له لوري له اسلامي امارت نه ملاتړ او افغانستان کې د سوداګرو نه پانګه اچوونه، د عامه پروژو د بشپړېدو لپاره د کافی پانګې د نهشتون له مهمو لاملونو یادوي.
اقتصادي کارپوهان زیاتوي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ او د سترو پروژو پليکېدو لپاره باید اسلامي امارت د نړیوالو شرطونه ومني او له خصوصي سکټور ملاتړ وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عیس رضايي وویل: «د پور او بانکي سېټم دې فعال کړي او بانکونه دې وهڅوي چې خپله پانګه له افغانستانه د باندې ونه باسي. شرکتونو ته دې زمینې برابرې کړي، څو له هېواده بهر ونه وځي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یوشمېر نړیوالو بنسټونو په وار وار د افغانستان اقتصادي نظام له پاشلتیا خبرداری ورکړی دی.