بلال کریمي: امریکا په ناقانونه توګه د افغانستان شتمني کنګل کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی. که څه هم د ا.ا حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمن‌‌الظواهري مړینه نه‌ده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.

افغانستان کې د پولیو تر ټولو ټيټه کچه؛ روان کال کې یوه پېښه ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن سه شنبه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ پېښې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال د پولیو څلور او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

امیرخان متقي: افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل به نړۍ ته بې‌ګټې وي

امیرخان متقي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د لومړۍ کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځغونډې ته وینا کوله همداراز زیاته کړه چې افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته لمن وهل د چا په ګټه نه ده او په وینا یې، نړیوال باید د بندیزونو پرځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

د ا.ا د واکمنۍ یو کال؛ دې موده کې پر افغان ښځو څه تېر شول؟

د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې افغان ښځې لاهم له ګڼو محدودیتونو او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشري‌حقونو څار بنسټ وايي، تېر یو کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک کال و. د بشرحقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې د مدیر مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، په تېر یوه کال کې د ا.ا کړنو دا وښوده چې ښځې عمومي ژوند کې ځای نه لري.

بالامردیان دوه اوونۍ په اور کې؛ د جوزجان والي: پېریان د خلکو کورونه سوځوي

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوه اوونۍ وروسته د یاد ولایت محلي ادارې د خپرو شویو اوازو په لړ کې وايي، دوی له څېړنو وروسته موندلې چې پېریان دې سیمه کې د خلکو کورونو ته اور اچوي. مسوولان همداراز وايي، د اور د خپرېدو چټکتیا دومره ډېره ده چې دوی یې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.

د افغانستان بانک: کابل ته تراوسه څه باندې یو میلیارډ ډالر نغدي مرسته رارسېدلې

د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال نن یوې خبري ناستې ته ویلي، د تېر یوه کال راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نړیوالو له‌خوا څه باندې یو میلیارد ډالر بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده.

امرالله صالح: که ا.ا ټولپوښتنې ته غاړه کېږدي، مشروعیت به یې ومنم

د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که ا.ا ټول‌پوښتنې ته غاړه کېږدي، چمتو دی چې مشروعیت یې ومني او له وسله‌وال مقاومت څخه لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې: «که ټولپوښتنه کې ا.ا بریالی شو، نو مشروعیت به یې تول من، خو هغې ډلې ته چې د توطیې له لارې واک ته رسېدلې، هېڅ‌کله به تسلیم نه‌شم.