خوست کې یوه کس خپل خُسر، خواښې، دوه ښينې او اوښی وژلي
د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالیو کې یوه کس خپله خُسر، خواښې، اوښی او دوه ښینې وژلي دي.
پېښه پرون سهشنبه ۶:۳۰ «مرغومې ۱۹مه» د تڼیو ولسوالي په نریزي سیمه کې رامنځته شوې ده. تراوسه معلومه نهده چې دغه کس ولې د خپلې خُسرګنۍ پنځه غړي وژلي.؟