Asset 1SWN

مجاهد: د ا.ا واکمنېدو راهیسې شویو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي

GCqaXKoW0AA1X7V

 د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شويو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، مرغومې لسمه» د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون د لاسته‌راوړنو په اړه جوړې شوې خبري ناسته کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد دې خبري ناسته کې وویل، هغه بریدونه چې د ا.ا د واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، عامه ځایونو، تکیه‌خانو او دیني عالمانو شوي، په‌کې د پاکستاني او تاجکستاني اتباع کار اخیستل شوی دی.

د مجاهد په وینا، د یادو هېوادونو ډېری وګړي د افغانستان امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او له دې هېوادونو یې وغوښتل چې خپلې پولې کنټرول کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست خپلو خبرو کې دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو د نښتو پر مهال یو‌شمېر بهرني اتباع هم نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست خپلو خبرو کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل چې ځینې هېوادونه د کاذبو اطلاعاتو په خپرولو سره غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له افغانستانه اندېښنې راپورته کړي.

هغه وویل: «شر او فساد په افغانستان کې د پښو اېښودو ځای نه‌لري او یوازې په مجازي نړۍ کې فعالیت کوي.»

مجاهد د خبرو پر مهال وویل چې دوی دوحه کې شوي تړون ته ژمن دی او چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

هغه په افغانستان کې د هغو کړیو چې ده «شریرې او فتنې کړۍ» یادې کړې، فعالیتونو ۹۰سلنه کم شوي او په وینا یې، پر چا د «تعدا» هوډ نه‌لري.

 سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

نوموړي د خپلې وینا پر مهال وویل چې د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال هېواد کې له ټول‌بښنې هېڅ د سرغړونې پېښه نه‌ده شوې او د دوی د څېړنو له مخې، هغه پېښې چې کېږي، د شخصي دښمنۍ له امله دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام