پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې څلور کسانو ژوند بایللی

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر بېلابېلو سیمو د اسراییل وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي.

نړیوالو رسنیو نن دوشنبه د حمل ۳ / مارچ ۲۳ راپور ورکړی چې اسراییلو تېره ورځ د غزې ځینې برخې بمبار کړې.

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د اسلامي امارت مشر: خلک حق لري د حکومت کړنو په اړه پوښتنه وکړي

کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو.

هغه د اختر لمانځه پرمهال د عدالت پر ټینګښت، د مسوولانو ترمنځ د نېک نیت پر اړتیا او د حکومت د کړنو په اړه د خلکو د پوښتنو پر حق ټینګار وکړ.

د رییس‌الوزرا اختریز پیغام: د زیانمنو او اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړئ

د اسلامي امارت رییس الوزرا خپل اختریز پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د پاکستان بمباریو کې د زیانمنو شویو او راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ملا محمد حسن اخوند دغه پیغام کې ویلي چې د اختر ورځو کې د اړمنو او بېځایه شویو وضعیت ته لاسرسی یو اسلامي مسوولیت دی.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پروړاندې عملیات ځنډول شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر وړاندې د رد الظلم دفاعي عملیات لنډمهاله ځنډول شوي.

هغه وویل، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او د منځګړو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

د خبریال ملي ورځ؛ خبریالان د خپل کار پر وړاندې د ننګونو حل غواړي

د حوت میاشتې ۲۷ مه چې افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده، یوشمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي نه‌شتون ستونزې سره هم مخ دي.
دوی وویل، دغې مسلې یې فعالیتونه اغېزمن کړي او له حکومتي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته په وخت سره دقیق مالومات ورکړي.

ریچارډ بنټ: د پاکستان برید باید په بې‌طرفه توګه وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید باید په خپلواکه، بې‌طرفه او چټکه توګه وڅېړل شي.
نوموړي ویلي چې د دغه برید مسوولو کسانو سره دې حساب وشي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

عباس عراقچي له افغانانو مننه کړې چې ایران سره یې خواخوږي ښوولې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د افغانستان له خلکو او حکومت مننه کوي چې د امریکا او اسراییل بریدونه یې غندلي او د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی.
ده زیاته کړې چې د اسراییل او امریکا پر وړاندې په استقامت سره ولاړ دي.

کرېکټ بورډ: پاکستان ستر جنایت کړی

د افغانستان کرېکټ بورډ کابل کې د پاکستان د بېګانۍ شپې مرګونی برید غندلی او دا یې ستر جایت بللی دی.

کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پاکستان ستر جنایت کړی او د سلګونو کسانو ژوند یې، اخیستی دی.

راشدخان: پر ملکیانو برید جنګي جرم دی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان کابل کې د پاکستان د بېګاني مرګوني برید په غبرګون کې ویلي چې پر ملکیان برید جنګي جرم دی.

هغه نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلازمېنه کابل ښار کې د پاکستان وروستي برید له امله اوښتې مرګ‌ژوبلې ته خواشینی دی.