پاکستان کېس‌لرونکو افغانانو ته د اوسېدو دوه میاشتنی ضرب‌الاجل وټاکه

د پاکستان حکومت هغو افغانانو ته چې درېیم هېواد کې د مېشتېدو لپاره خپلو اسنادو ته په تمه دي، یاد هېواد کې د دوه میاشتو اوسېدو اجازه ورکړه.

یاد افغانان پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري او درېیم هېواد ته د تلو لپاره دغه هېواد کې د خپلو کېسونو بشپړېدو او ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۲۰۲۴کال به ۲۰ هېوادونو کې بشري ناورین لاپسې خراب شي

د ژغورنې نړیوالې کمېټه «IRC» وايي چې د اقلیمي بدلون ترڅنګ د وسله‌والو نښتو زیاتوالی او د نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو کمښت به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې په نړیواله کچه بشري ناورینونه لاپسې پراخ کړي. د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه کسان چې ټوله نړۍ کې له خپلو مېنو په زور اېستلو ته اړ شوي، شمېر یې ۱۱۰ میلیونه ته رسېدلی دی.

راشدخان د شل اووره سیالیو غوره توپ‌اچوونکی شو

د کرېکټ نړیوالې شورا يا ای‌سي‌سي د تازه درجه بندۍ له مخې راشد خان په شل اووره نړېوالو سياليو کې لومړی ځای خپل کړی دی.

نوموړي په ۶۹۲ امتيازونو سره دغه مقام ته غوره شوی. د هند ورو توپ‌اچونکي رافي بېشنوی هم د ورته امتيازونو په لرلو دويم ځای کې دی. بېشنوی چې له دې وړاندې له راشد خان لومړی مقام ترلاسه کړی و، نوې درجه‌بندۍ کې دويم ځای ته ښکته شوی دی.

کابل کې د څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولید کارخونه پرانېستل شوه

کابل کې د ۴میلیونه ډالرو په لګښت د «اسیا نور» د درملو تولید یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
دغه کارخونه «چهارشنبه، لیندۍ ۲۳مه» د پلازمېنې اړوند د خیرخانې کچکین سیمه کې جوړه شوې چې په رسمي توګه یې خپل  فعالیت پیل کړ. د درملو او خوړو ادارې مسوولان وايي، هېواد ته د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د لوړو زده‌کړو ارمانجن غلام‌حضرت ومړ

شپېته کلن غلام‌حضرت چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې پکتیا پوهنتون څخه د خپل فراغت سند ترلاسه کړی و، نن «چهارشنبه، لیندۍ ۲۳مه» ومړ.

تراوسه د غلام‌حضرت د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی، خو د کورنۍ یوه غړي یې سلام‌وطندار ته ویلي چې نوموړی نن سهار په ناڅاپي توګه مړ شوی دی. د غلام‌حضرت زوی فاروق وايي چې پلار یې کومه ناروغي نه‌لرله، خو سهار یې د ولیو «اوږو» ترمنځ دردونه حس کړل او کور کې یې ساه ورکړه.

تېره میاشت د ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې د ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان پر دندو ګومارلې دي.

یاد وزارت نن «چهارشنبه، لیندۍ ۲۲مه» پر اېکس پاڼه لیکلي چې دې موده کې ۱۹ ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه هم برابره شوې.

روزګان کې خبریالان: دومره کم معاش راکوي، که مزدوري وکړو ډېرې به ترې وګټو

روزګان کې یو‌شمېر خبریالان له اقتصادي ستونزو او له دوی سره د رسنیو مسوولانو له ناسم چلن څخه سرټکوي.

حکمت‌الله پاڅون چې روزګان کې یوې خصوصي رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کوي، وايي، سره له دې چې معاش یې کم دی، خو بیا هم د رسنیو مسوولان ورسره ناسم چلند کوي.

چمن کې اعتراض‌کوونکي: د هر کاروباري اولادونه له لوږې بغارې وهي

د پاکستان بلوچستان ایالت اړوند چمن کې زرګونه معلولانو د پاکستان حکومت له لوري پر چمن-سپین‌بولدک په ویزې د تګ‌راتګ پرېکړې له امله لاریون کړی دی.

زرګونه لاریونوال چې نن «سه‌شنبه، لیندۍ ۲۱مه» چمن کې په اعتراضیه توګه سره راغونډ شوي وو، له پاکستان حکومت غوښتنه وکړه چې پر چمن-سپین‌بولدک په ویزې او پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړه دې بېرته واخلي.

ترکیه کې د لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالي ځنډول شوي‌

د ترکیې فوټبال فدراسیون «TFF» د دغه هېواد  فوټبال سوپر لیګ کې د «انکاراکوچو فوټبال کلب» مشر له لوري د یوه لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالۍ ځنډولې دي.

یاد فدراسیون دغه پېښه «له شرمه ډګې شپې» په نوم نومولې او پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیونې او سختې سزا ورکولو خبر ورکړی دی.

روزګان کې د ۲۲۰ښوونځیو په پرانېستو ۴۵زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

د یونېسف چارواکي وايي چې د تېرو یوولس میاشتو پر مهال یې روزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستلي چې ورسره ۴۵زره ماشومانو ته په‌کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې. سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول محمدسرور اماني دې ناسته کې وویل چې یونېسف تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د دولتي او خصوصي ادارو د ۲۱ ښځینه کارکوونکو له ډلې د ۱۸ هغو تنخواوې کمې شوي

د سلام‌وطندار موندنې چې د ښځو برخه کې له ۲۱ فعالو ښځو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ۱۸ هغو میاشتنۍ تنخواوې کمې شوې دي. د دغو له ډلې دوو هغو چې یوه یې ډاکټره او بله خبریاله ده، ویلي چې تنخواوې یې کمې شوې نه‌دي، خو په ځنډ ورکړل شوي او یوازې یوې ډاکټرې بیا ویلي چې میاشتنۍ تنخوا یې کمه‌ شوې نه‌ده.

د زابل کروندګر او بڼوال: وچکالۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړ کړو

په زابل کې یوشمېر کروندګر او بڼوال وايي، اقلیمي بدلونونو تر بل هر وخته د دغه ولایت کرنه او مالداري له سختو ننګونو سره مخامخ کړې ده. د دوی په وینا، د اوږدمهالې وچکالۍ او د هوا بې‌وخته بدلون له کبله يې شنه باغونه او پټي له یوې مخې وچ شوي دي.