د روان ۲۰۲۳ کال د نولس کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان ۱۹کلنې ملي لوبډلې د پاکستان ۱۹کلنې ملي لوبډلې پر وړاندې پر لوبه بوخت دی.
افغان لوبډلې د لوبې ټاس ګټلی او لومړی یې پاکستان یې د توپوهنې بلنه ورکړې ده. پاکستاني توپوهونکو ښه پیل کړی او تر ۱۲ اورونو یې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۸۱ منډې جوړې کړې وې.
افغانستان له دې وړاندې روان جام کې خپله لومړۍ لوبه هند ته وبایلله، خو نیپال ته یې بیا د ۷۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان، هند، نیپال او پاکستان د نولس کلنو اسیا جام په اې ګروپ کې سره یوځای دي چې بي ګروپ کې بیا سریلانکا، بنګلدېش، عربي متحده امارت او جاپان ملګري دي.
پاکستان په خپل ګروپ پړاو سیالیو کې نیپال او هند مات کړي او نن افغانستان سره پر لوبو بوخت دي.
د روان ۲۰۲۳ کال ۱۹کلنو اسیا جام سیالي د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه پیل شوي چې د همدې تر ۱۷ مې به دوام وکړي.