پاکستان کې چاودنه او ځانمرګی برید؛ ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۳۴ ټپیان دي

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د خبېرپښتونخوا ایالت په ډېره‌اسماعیل خان کې وسله‌والو د پوځ پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې ۲۳ سرتیري وژل شوي لسګونه نور ټپیان دي.

پېښه نن «سه‌‌شنبې، نومبر ۱۲مه» د ډېره‌اسماعیل خان څخه ۶۰ کیلومټره لرې ډرابان ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

چمن کې اعتراض‌کوونکي: د هر کاروباري اولادونه له لوږې بغارې وهي

د پاکستان بلوچستان ایالت اړوند چمن کې زرګونه معلولانو د پاکستان حکومت له لوري پر چمن-سپین‌بولدک په ویزې د تګ‌راتګ پرېکړې له امله لاریون کړی دی.

زرګونه لاریونوال چې نن «سه‌شنبه، لیندۍ ۲۱مه» چمن کې په اعتراضیه توګه سره راغونډ شوي وو، له پاکستان حکومت غوښتنه وکړه چې پر چمن-سپین‌بولدک په ویزې او پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړه دې بېرته واخلي.

ترکیه کې د لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالي ځنډول شوي‌

د ترکیې فوټبال فدراسیون «TFF» د دغه هېواد  فوټبال سوپر لیګ کې د «انکاراکوچو فوټبال کلب» مشر له لوري د یوه لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالۍ ځنډولې دي.

یاد فدراسیون دغه پېښه «له شرمه ډګې شپې» په نوم نومولې او پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیونې او سختې سزا ورکولو خبر ورکړی دی.

روزګان کې د ۲۲۰ښوونځیو په پرانېستو ۴۵زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

د یونېسف چارواکي وايي چې د تېرو یوولس میاشتو پر مهال یې روزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستلي چې ورسره ۴۵زره ماشومانو ته په‌کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې. سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول محمدسرور اماني دې ناسته کې وویل چې یونېسف تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي.