Asset 1SWN

ترکیه کې د لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالي ځنډول شوي‌

۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸

د ترکیې فوټبال فدراسیون «TFF» د دغه هېواد  فوټبال سوپر لیګ کې د «انکاراکوچو فوټبال کلب» مشر له لوري د یوه لوبڅار له وهلو وروسته د فوټبال سیالي ځنډولې دي.

یاد فدراسیون دغه پېښه «له شرمه ډګې شپې» په نوم نومولې او د ښکېلو کسانو د نیونې او سختې سزا ورکولو خبر یې ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انکاراکوچو فوټبال کلب مشر فاروق کوچا وروسته له هغې لوبڅار په سوک وواهه چې سیالې لوبډلې د لوبې په ۹۷مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې یو-یو مساوي کړه.

د انکاراکوچو کلب نندارچیان هم له لوبې وروسته لوبغالي ته راښکته شوي او لوبڅار یې وهلی‌ډبولی دی. لوبڅار هلیل‌اوموت میلیر بیا وروسته د پولیسو په مرسته له لوبغالي وېستل شوی دی.

د ترکیې فوټبال فدراسیون پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي: «د ترکیې فوټبال فدراسیون پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د فوټبال په ټولو لیګونو کې تر نامعلومې نېټې سیالۍ ودروي.»

د یاد هېواد فدراسیون همداراز لیکلي: «لوبډله، د کلب مشر، د کلب مسوولان او ټول هغه کسان چې پر لوبڅار اوموت میلیر برید کې ښکېل دي، په سخته توګه به سزا ورکړل شي.»

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یادې پېښې په اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کوچا د نیونې امر ورکړل شوی او دوه کسان لا له وړاندې د پېښې په تړاو نیول شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د انکاراکوچو فوټبال کلب له ۱۵ لوبو وروسته د ۱۸ امتیازونو په لرلو سره یوولسم او ریزي‌سپور بیا له ۱۵ سیالیو څخه ۲۲ امتیازونه لري او له دې لوبډلې درې درجې مخکې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام