د بلوچستان ایالت اړوند چمن کې زرګونه معلولانو د پاکستان حکومت له لوري پر چمن-سپینبولدک په ویزې د تګراتګ پرېکړې له امله لاریون کړی دی.
زرګونه لاریونوال چې نن «سهشنبه، لیندۍ ۲۱مه» چمن کې په اعتراضیه توګه سره راغونډ شوي وو، له پاکستان حکومت غوښتنه وکړه چې پر چمن-سپینبولدک په ویزې او پاسپورټ د تګراتګ پرېکړه دې بېرته واخلي.
له نږدې دوه میاشتو راهیسې پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپینبولدک-چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې غوښتلو پر ضد لاریونونه روان دي.
چمن کې یوه دیني عالم حافظ محمدیوسف سلاموطندار ته وویل:«که دوی خپله ځمکه پرېږدي قرابتونه، دوستي او خپلوان پرېښودلای شي، نو موږ به هم داکار وکړو، کنه دا زموږ سره ظلم دی چي زرګونه کسان یې رابېکاره کړل.»
نوموړي زیاته کړه: «د خولې ګوله یې ځنې واخیستله په الله قسم د دې هر لغړي، (کوچنی کاروباري) په کور کې یې اولادونه د لوږې بغارې وهي. دا نه انسانیت وايي، نه اسلام او نه قانون چي د خپلو شخصي نظریاتو لپاره د لکونه انسانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.»
په ورته مهال یوشمېر نور لاریونوال بیا تور پورې کوي چي د پاکستان حکومت یې د میلیونونو ډالرو کاروبارونه زیانمن کړي دي.
د چمن-سپینبولدک دروازې دواړو غاړو ته زرګونه کسانو کاروبار درلود چې پر دروازه د ویزې غوښتلو تر پرېکړې وروسته چمن کې د یادو کسانو کاروبارونه په ټپه درېدلي او میلیونونه ډالر زیان وراوښتی دی.
یوه بل لاریونوال علاوالدین خپلواک وویل: «دغه معلولان چې نن راوتلي، د دې د کور د غړیو کاروبارونه خراب شوي، اولادونه یې له لوږې ورته ژاړي. حکومت موږ ته وايي، اتهزره کلداری به د میاشتې پر کور درکړو، په اتهزره کلدارې، خو یو پارسل اوړه نهکېږي او بیا دغه پیسې به دوی موږ ته تر کومه وخته راکړي، ته اوس ورسره د یوه لغړي جېب کې ۳۰۰۰ کلدارې نشي پیدا کولای، پخوا دې خلکو د میاشتې سګونه زره کلدارې پیدا کولې.»
که څه هم نږدې دوه میاشتې کېږي چې لاریونکوونکو د پاسپورټ نه منلو په اړه اعتراض پیل کړی، خو تراوسه یې په ښکاره توګه دې ستونزې ته ځواب نهدی ویل شوی.
اعتراض کوونکي وايي، تر هغو به خپل لاریون او پرلت ته دوام ورکوي چې پاکستان حکومت پر سپینبولدک-چمن په پاسپورټ د تګراتګ پرېکړه بېرته نهوي اخیستې.