د یونېسف چارواکي وايي چې د تېرو یوولس میاشتو پر مهال یې روزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستلي چې ورسره ۴۵زره ماشومانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوې.
سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول محمدسرور اماني وايي چې یونېسف تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي.
نوموړي او د یونېسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول «سلویستر بفو» او نورو چارواکو دغه څرګندونې روزګان کې د سوېللوېدیځ زون په کچه د کلني فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دي.
د یونېسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول «سلویستر بفو» دې غونډه کې ویلي چې دا مهال یې په سوېل زون کې ۲۲۵۵ محلي ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوي دیالونه هم جوړ کړې دي.
هغه زیاته کړې چې دې موده کې یې ۱۰۰ ښوونځي هم بیارغولې دي.
د یونېسف دا چارواکی ټينګار کوي چې د پولیو او نورو واکسینونو د تطبیق سره د همکارۍ ترڅنګ یې سلګونو روغتیایي مرکزونو ته درمل هم ورکړي دي.
بلخوا روزګان کې چارواکو له یونېسف غوښتنه وکړه چې راتلونکی کال خپل خدمات د یاد ولایت لرو پرتو سیمو ته وغځوي، څو خلک ترې برخمن شي.
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې «یونېسف» مسوولان وایي، دې ادارې د سوېل لوېدیځ زون په پنځو ولایتونو کې د پوهنې، روغتیا، واکسین تطبیق، پاکو اوبو ته د لاسرسي، مور او ماشوم ته د تقویتي موادو رسولو او مثبت لوري ته د خلکو د ذهن بدلولو برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.