زابل کې اته ټُنه تاریخ تېري درمل وسوځول شول

د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال راټول کړي وخت تېري اته ټُنه درمل سوځولې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې تېرو پنځو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې په وخت تېري درمل راټول او له‌منځه یې وړي.

له شپږم ټولګي فارغې نجونې: ا.ا دې زموږ د ښوونځیو دروازې پرانېزي

په افغانستان کې د ا.ا سرپرست حکومت له راتګ وروسته د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده په فرمان له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي. په دې موده کې په افغانستان کې درې دورې نجونو شپږم ټولګي بشپړ کړل، خو دوی ونه شو کولای چې له دې ټولګي پورته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د ښځینه زده‌کړیالانو وضعیت

په نننۍ نړې کې د زده‌کړو حق د بشري حقونو تر ټولو بنسټيز حق ګڼل کېږي چې ټولو هېوادونو او دولتونو نه یوازې منلی، بلکې ملاتړ یې کوي او د یوه بنسټیز بشري حق په توګه منلو کې یې هېڅ شک نشته. دغه حق د بشري حقونو په بېلابېلو سندونو کې تایید شوی او په زده‌کړو کې د جنسیت له مخې توپیري چلن د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

د ټرافیکو ریاست: تراوسه مو له کابل ښاره ۹۰۰ بې‌اسناده موټرسایکلونه راټول کړي

د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، د بې‌اسناده موټرسايکلونو د راټولولو لړۍ یې درې ورځې وړاندې پيل کړې او تراوسه یې کابل ښار څخه ۹۰۰ بې‌اسناده موټرسایکلونه راټول کړي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووه‌نیمو بجو جوړه شي.

کابل کې د ۸۰میلیونه افغانیو په لګښت څلور سړکونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د پلازمېنې د ده‌دانا، چهلستون، پډوله دښتې او سیاه‌سنګ سړکونه چې پر بیارغونه یې ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه سړکونه نن «سه‌شنبه، لیندۍ ۲۹مه» د ښاروالي له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول چې دوه کیلومتره اوږدوالی لري.

غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

عظمت‌الله عمرزی د ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره اخیستل شوی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل لوبو لپاره اخیستل شوی دی.

عمرزی د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر یا بولۍ کې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له‌خوا اخیستل شوی دی.

دې لوبډلې نوموړی په ۵۰ لکه هندۍ کلدارو وپېره.

د زابل اټغر ولسوالي ګڼې کورنۍ د څښاک اوبو کمښت له کبله کډه کولو ته اړ شوي

زابل د هېواد په سوېل کې له هغو ولایتونو دی چې اوږدمهاله وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو يې کرنې او مالدارۍ ته سخت زیان رسولی دی

اوس تازه د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو سربېره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو سره مخ دي.

دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې نږدې ۱۵۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۴۶۵۲۱ افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

دغه کسان د تېرو ۶۶ ورځو پر مهال له پاکستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوې دي.

دغه توکي د روانې لیندۍ میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې نورو هېوادونو او له هغه ځایه افغانستان ته رالېږدول شوې دي. دې ادارې لیکلي چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې د ۵۶۹۰۹ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر اتلسمې یا د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې اوس په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي. بله‌خوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د خپل ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او امنیتي ستونزې لامل شوي چې دوی نورو هېوادونو ته کډوال شي.