د سالنګ دویم تونل د جوړېدو لپاره یو ډله چینايي انجینیران پروان ته تللي
د پروان محلي مسوولان وايي، د سالنګ دویم تونل د جوړېدو په موخه یوه ډله چینايي انجینیران دغه ولایت ته ورغلې دي.
د پروان والي ویاند سیدحکمتالله شمیم نن «دوشنبه، مرغومې۴» سلاموطندار ته په دې اړه نور جزییات ورنهکړل، خو زیاته یې کړه چې دغه انجینیران د سالنګ دویم تونل د جوړېدو اړوند سروې لپاره دغه ولایت ته تللي.