له څه باندې دوه نیمو میاشتو راهیسې د حماس او اسراییلو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده چې دې وروستیو کې یې زور اخیستی دی.
که څه هم غزه کې د اوربند لپاره په نړیواله کچه هڅې شوي، خو هغسې چې پهکار ده د پام وړ پایلې یې نه دي ورکړي.
سره له دې چې د نړۍ په کچه ګڼشمېر هېوادونو کوښښ کړی، څو دغو نښتو کې له یوه لوري ملاتړ وکړي، خو شته ځینې هېوادونه چې بېطرفي یې غوره کړې ده.
له دې ډلې د افغانستان اسلامي امارت هم د غزې نښتو په اړه تر ممکن حده هڅه کړې چې ځان بېطرفه وښيي او عملآ یې له هېڅ کوم ښکېل لوري ملاتړ نه دی کړی.
خو بیا هم، غزه کې د نښتو له پیل راهیسې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دوه ځلې د اعلامیې په خپرولو، له فلسطینیانو سره غمشریکي کړې او غزه کې یې د اسراییل بریدونه غندلي دي.
ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه محمود اضطرابي د غزې جګړې دوام او پراخېدو ته یې په اشاره وايي، د افغانستان عامه افکار اسلامي امارت د دغې جګړې پر وړاندې د څرګند دریځ غوره کولو ته مجبوره کوي.
اضطرابي په دې اړه وویل: «افغانستان کې عامه افکار د غزې ناورین په اړه د ا.ا د روښانه دریځ غوښتونکي دي، که ا.ا ونهتوانېږي چې افغانستان کې عامه افکارو ته د دې مسلې په اړه قناعت ورکړي، دا به یې بهرني سیاست کې یوه کمزورتیا ښکاري.»
د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي «جمعه، مرغومې لومړۍ» د فلسطین مسلې په اړه د بحث ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه چې د ایران په کوربهتوب جوړېږي، تهران ته سفر کړی دی.
د نړیوالو چارو کارپوه محمد باقر محسني سرپرست حکومت ته وړاندیز کوي چې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام په نړیواله کچه د بحرانونو په برخه کې متوازنه بهرنی سیاست غوره کړي.
هغه وویل: «اول دا چې ا.ا باید د دریځ نیونې برخه کې واکمن سیاستونو او نظم ته پام وکړي، ځکه دا پرېکړې د افغانستان پر وضعیت مستقیمه اغېزه لري. دویم امارت باید هېوادونو سره د اړیکو برخه کې توازن غوره کړي. افغانستان اړتیا لري چې ټولو هېوادونو سره سیاسي او ډيپلوماټیکې اړېکې ولري.»
د یادونې ده چې غزه کې د اسراییل بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰زرو اوښتی دی. د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرایل بریدونو کې د ۲۰زرو ۵۷ کسانو وژل کېدل یې ثبت کړي دي.
دغه وزارت مخکې ویلي وو چې د وژل شویو کسانو دوه پر درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي.