Asset 1SWN

دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې نږدې ۱۵۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

ههههههههههه

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۴۶۵۲۱ افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

دغه کسان د تېرو ۶۶ ورځو پر مهال له پاکستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، ۲۴۸۴۸ کورنۍ چې ۱۴۶۵۲۱ کسان کېږي، د سپین‌بولدک له لارې راغلي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو امر محمد‌علي حقمل سلام‌وطندار ته وویل، یادو کډوالو سره د مرستندویه بنسټونو ترڅنګ د کډوالو ریاست له لوري نغدي، ټرانسپورټ او روغتیايي مرستې شوې دي.

د حقمل په وینا، په راستانه کړل شویو افغانانو کې ۴۴۳ زندانیان او ۶۷ بې‌سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو امر محمد‌علي حقمل زیاته کړه چې بې‌سرپرسته ماشومان یې کندهار کې د ماشومانو روزنې مرکزونو ته ورپېژندلي، څو هلته ورته زده‌کړې برابرې او روزنه او پالنه یې وشي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د پیل راهیسې تر دې مهاله نږدې ۵۰۰زره افغانان په زور او په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام