د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د پلازمېنې د ده دانا، چهلستون، دشتپدوله او سیاه سنګ سړکونه چې پر بیارغونه یې ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
دغه سړکونه نن «سهشنبه، لیندۍ ۲۹مه» د ښاروالي له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شول چې دوه کیلومتره اوږدوالی لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزي د دغو سړکونو د ګټېاخیستنې مراسمو ته وویل، د یادو پروژو لګښت ټول د ښاروالي له لوري ورکړل شوی دی.
هغه وویل: «څلور پروژې چې نن پرانېستل شوې، پلنوالی یې توپیر لري چې ۲۰ مټره، ۲۴ مټره او ۱۷ مټره هم دی، په ټولییزه توګه څه باندې دوه کیلومټره سړک پوخ شوی او ټول لګښت یې د کابل ښاروالي لهخوا ورکړل شوی دی.»
د کابل ښاروال عبدالرشید بیا دې مراسمو کې وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان بیارغونې او افغانانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل: «د کارونو او خدماتونو وړاندې کولو په لړ کې مو نن د ده دانا سرک پرانېست، له ده دانا تر دارالامان ماڼۍ پورې غځېدلی. اوږدوالی یې ۶۱۰ او پلنوالی یې شل متره دی چې کارونه یې نن بشپړ او ګتېاخیستنې ته وسپارل شو.»
د کابل ښاروالي د پروګرامونو د تنظیم مشر میررحمان ناصري وايي چې د ښاروالي مسوولان هڅه کوي، څو کابل ښار په معیاري او سټنډرډ ډول ورغوي.
د هغه په وینا، د ښار بیارغونې لپاره ۱۵۰ پروژې تر کار لاندې دي چې له ډلې یې تر سلو زیاتې پروژې د بشپړېدو په حال کې دي. «له پرانېستل شویو پروژو سربېره، د کابل نورو سیمو کې هم ۱۵۰ پروژې تر لاس لاندې لرو چې دا مهال یې د سلو هغو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.»
بلخوا د کابل اوسېدونکي د ښار بېلابېلو سیمو کې د دغو څلورو سړکونو بیارغونې څخه هرکلی کوي او له کابل ښاروالي غواړي چې د ښار پاکوالي ته هم جدي پام وکړي.
د کابل د سیاه سنګ سیمې یوه اوسېدونکي حشمتالله صدیقي وویل: «دا سړک چې پرانېستل شوی، خلکو او موټرو ته په تګراتګ کې اسانتیاوې رامنځته شوي، پخوا ټرافیکي ګڼهګوڼه ډېره وه، ماشومان به چې ښوونځي ته تلل، ستونزو کې وو.»
دا په داسې مهال دی چې کابل ښار کې غیرمعیاري سړکونه او د ښاریانو ګڼه ګوڼه لامل شوې چې ښاریان هره ورځ ساعتونه د لارو بندېدو کې پاتې شي او خپلو چارو ته په ځنډ ورسېږي.