Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل ښاروالي خلکو ته: د مصرفي اوبو د جذب لپاره څاګانې وکیندئ

موتر شویي۱

د کابل ښاروالي مسوولانو د پلازمېنې له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د اوبو د جذب لپاره په کورونو کې د «اوبو د جذب» څاګانې وکیندي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي چې دغه پرېکړه تر ځمکې لاندې د اوبو مدیریت لپاره تنظیم شوې او په وینا یې، ښايي راتلونکې کې یاده پرېکړه جبري شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو مسله یوه جدي مسله ده او د انرژۍ او اوبو وزارت هم دا موضوع لري، هغه کسان چې څاګانې کیندي، باید د جذب څاګانې هم ولري. ترڅنګ یې موټر وینځونکي هم باید د تصفیې سېسټم ولري او اوبه جذب کړای شي. دا ټول کابل کې د پلي کېدو وړ ده.»

په ورته مهال د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي چې ښاروالي ترې غوښتنه کړې، څو په ورځنۍ کچه د لګښتي اوبو د جذب لپاره په خپلو کورونو کې څاګانې وکیندي.

د کابل اوسېدونکي عبدالمنان وویل: «موږ ته یې وویل چې د مصرف شویو اوبو د جذب لپاره د جذب څاه وکیندو، څو خلک د اوبو له کمښت وژغورل شي. له لسو تر ۱۵ مترو یې ویلي، خو جبري نه‌دي، تروسه خو یې توصیه کړې او ما خپله نه‌ده کیندلې، خو ګاونډي مو کیندلې ده.»

د کابل د دشتي برچې سیمې د پُل‌خشک اوسېدونکی داوود د کابل ښاروالي دغه پرېکړه ښه ګام بولي او په وینا یې، دې کار سره اوبه بې‌ځایه نه ځي او بېرته په ځمکه کې جذبېږي.

هغه وویل: «ما خپله حویلي کې څاه‌کیندلې، سر مې پرې پټ کړی، یوه لاره مې پرېښوده چې اوبه دننه څاه ته لاړې شي، دا ښه ګام دی، ډېر ګټور دی، ځکه اوبه بېرته ځمکه کې جذبېږي.»

د دې ترڅنګ د کابل ښاروالي د موټر او غالۍ وینځونکي او تولیدي شرکتونو له خاوندانو غوښتنه کړې چې د مصرفي اوبو جذب لپاره څاګانې وکیندي.

د کابل لوېدیځ کې د موټر وینځونکي ویس‌الله وویل: «راغلل او موږ ته یې د څاه د کیندې نقشه واچوله چې څنګه یې وکیندو، دا سل په سل کې دی چې د ښاروالي له لوري ناحیې ته راغلی او ناحیه یې پلی کوي. موږ درې څاګانې وکیندلې نږدې ۷۰زره افغانۍ پرې راغلې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

روان کال د وچکالي له امله کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه خورا ټيټه شوې چې ورسره د پلازمېنې ډېری سیمې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام