Asset 1SWN

کندهار کې راستانه شویو باندې د ۴.۵میلیونه افغانیو په ارزښت توکي وېشل شوې

35e14d40-5421-44ef-85c0-92883375d09e

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې له پاکستان څخه تازه کندهار ته راستانه کړل شویو سره د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته شوې.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال نورالدین ترابي د کندهار تخته‌پول ولسوالي د کډوالو له پنډغالي څخه د لیدنې پرمهال سلام‌وطندار ته ویلي چې پاکستان څخه راستانه شویو افغانانو سره یې د خوراکي، طبي او نورو اړینو توکو مرسته کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نورالدین ترابي زیاته کړې چې د کندهار په ګډون هلمند، زابل او روزګان کې هم راستانه شویو افغانانو ته مرستې رسولي او لابه هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «سرې میاشت یوازې په تورخم او سپین‌بولدک کې نه په ټولو ولایتونو کې د کډوالو سره مرستې کړي دي. په لارو کي راستانه شوي کډوال ثبتوي، کدامونه مو ورته خالي کړه، هغه چې موږ څه درلودي د پیسو کمک مو کړی. کندهار، هلمند ،زابل، روزګان، ته مو څو موټره خوراکي مواد ولیږل. کندهار ته مو د ۴.۵ لکه افغانۍ مواد رانیولي او ورته مو وېشلي دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

همدا راز دافغاني سرې میاشتې دلوی ریاست دمرستیال په خبره کندهار کې دموقت کمپ جوړولو په موخه یې ۲۰۰ بابه خېمې پیرلی او نژدی راتلونکې کې به کډوالو ته وویشل سي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام