ایرانی چارواکی: له افغانستانه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی

له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق په اړه د اندېښنو په لړ کې د ایران یوه چارواکي له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قاچاقېدونکو نشه‌يي توکو د کشف له ډېروالي اندېښنه ښودلې ده. د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی دی.

ازبکستان کې د ۲۴۰۰ مېګاواټه برښنا تولید شپږ دستګاوې فعالې شوې

د ازبکستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې  د یاد هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف «چهارشنبه، ډسمبر ۲۷مه» د لمریزې برښنا پنځو او د بادي برښنا تولید یوې دستګاه د فعالېدو په اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی. د یادونې وړ ده چې د یادو دستګاو د تولید کچه ۲۴۰۰ مېګاواټه برښنا ته رسېږي.

افغانستان نن له عربي‌متحده اماراتو سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن «جمعه، مرغومې اتمه» د عربي‌متحده اماراتو په کوربه‌توب د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د عربي‌متحده اماراتو په کوربه‌توب د شارجې کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شي.

افغاستان کې پانګوالو د ۱۱میلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې یو‌شمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کانونو، کرنې، روغتیا، برښنا، زیربناوو او ټراانسپورټ په ګډون بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰ میلیارډ او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودالی دی.

روزګان کې د کورې سیمې پُل نړېدو په اړه د خلکو اندېښنې؛ مسوولان: سروې مو کړې

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد پُل ډېرې برخې ویجاړې شوي او په وینا یې، بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري. دوی زیاتوي، که دغه پُل ویجاړ شوي، خلک به له سختو ستونزو سره مخ او مرکز ترینکوټ ښار سره نښلېدونکې یوازینۍ لاره به هم پرې بنده شي. دغه پُل چې د کورې سیمې لس کلي له مرکز ترینکوټ ښار سره نښلوي، هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ‌راتګ کوي.

غزني کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «که کار ونه‌کړم، کورنۍ مې وږې پاتې کېږي»

په دې ورځو کې د غزني ښار په هره برخه کې کارګر ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره پر بېلابېلو کارونو بوخت دي.

ډېری دغو ماشومانو د بوټانو او څپلیو رنګولو، سپند دودولو او د لاسي توکو پلور په څېر، نورو درنو کارونو ته مخه کړې. یوولس کلن زاهد چې د غزني ښار د «پلان سوم» سیمه کې هټۍ په هټۍ او موټر په موټر سپند دودوي، سلام‌وطندار ته وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ برابرونکی دی.

د لوګر اوسېدونکي: نظامیان باید ځانګړی یونېفورم واغوندي

د لوګر مرکز پل‌عالم ښار یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نظامیان ځانګړی یونېفورم نه‌لري او ډیر يې په شخصي جامو کې دنده کوي.

د دوی په وینا، په شخصي جامو کې د وسلو ګرځول د عام ولسونو اندېښنې ډېري کړي دي.

له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه ۳۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې یې له بانکونو د پیسو راوېستلو کچه لوړه کړې ده.

د یاد بانک مسوولانو نن «چهارشنبه، مرغومې شپږمه» کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، له دې وروسته د بانکي حساب‌لرونکي کولای شي، په میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډالره ۲۵۰زره افغانۍ له بانکونو ترلاسه کړي. د افغانستان بانک سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

د خوړو او درملو ملي ادارې کابل کې ۱۵زره کارټنه بې‌کیفته درمل سوځولي

د خوړو او درملو ملي ادارې نن «سه‌شنبه، مرغومې پنځمه» کابل ښار کې ۱۵ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېري درمل سوځولې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې، اداري مرستیال نعمت‌الله رووفي د یادو درملو د سوځېدو پر مهال سلام‌وطندار ته وویل، دغه په وخت تېري درمل یې د کابل د روغتونونو او درملتونو څخه د تېرو شپږو میاشتو په موده کې راټول کړې وو.

په انلاین بڼه د ښځو له‌خوا د توکو خرڅلاو؛ «په ۱۰۰ افغانۍ مې کاروبار پیل کړ»

په داسې حال کې چې خلک په دې باور دي چې د سوداګرۍ پیل ډېرو پیسو ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې د لږو پیسو او نوښت سره یې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده.

راضیه افضلي یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې درې میاشتې وړاندې یې د ۱۰۰ افغانیو په مرسته خپل انلاین کوچنی کاروبار پیل کړ.

لغمان کې پر ښکار بندیز؛ ښکاریان: د ګټې بله لار نه‌لرو

لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د کبانو او هیلیو ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی. دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه له‌منځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نه‌لري.