Asset 1SWN

کابل کې د څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولید کارخونه پرانېستل شوه

18680442_329

کابل کې د څلور میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د «اسیا نور» په نوم د درملو د تولید یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

دغه کارخونه «چهارشنبه، لیندۍ ۲۳مه» د پلازمېنې خیرخانې اړوند کچکین سیمه کې جوړه شوې چې په رسمي توګه یې خپل  فعالیت پیل کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده کارخونه چې د جوړېدو پر چارو یې څلور میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی، مسوولان یې وايي، باکیفیته او په ارزانه بیه درمل به تولید کړي.

د اسیا نور په نوم د درملو تولید کارخونې مسوولانو همداراز سلام‌وطندار ته وویل چې دامهال دې کارخونه کې شاوخوا ۶۸ ډوله درمل تولیدېږي.

د یادې کارخونې مشر ضیا‌الدین مایار وردګ غوښتنه وکړه چې د سرپرست حکومت مسوولان دې هېواد کې د پانګونې د ودې لپاره افغانستان ته د درملو د قاچاق مخه ونیسي.

هغه وویل: «مارکېټ او قاچاق کې ستونزه لرو. موږ د قاچاق توان نه‌لرو او هڅې کمې دي او ځینې مسایل بازار کې شته چې دا اداره یې د مبارزې وړتیا نه‌لري.»

د درملو او خوړو ادارې مسوولان بیا وايي، هېواد ته د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د یادې ادارې سرپرست عبدالباري عمر وايي، هېواد ته د هغو ۱۵ قلمه درملو پر واردولو بندیز لګول شوی چې په کور دننه تولیدېږي.

نوموړي وویل: «د کورنیو ۷۰سلنه عاید له هېواده بهر د دوی پر درملنې لګول کېږي، د ځان‌بسیاینې لپاره موږ محدودیتونه وضع کړي چې لس یا شل سلنه اوس هم شته، خو بیا هم هڅه کوو چې دا هم ښکته راشي.»

د خوړو او درملو ادارې مسوولان له خلکو او روغتیايي کارکوونکو غواړي چې هېواد کې د درملو تولید فابریکو د ملاتړ لپاره په کور دننه جوړو شویو درملو څخه استفاده وکړي.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور وايي، سرپرست حکومت د درملو تولید کارخونو د ستونزو حل لپاره هڅې کوي. «د درملو تولید کارخونو ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوو او هغه کسان چې د څو افغانیو لپاره بې‌کیفیته درمل پلوري، قانوني چلن به ورسره کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوړو او درملو  ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دامهال د هېواد په کچه د درملو تولید ۹۵ کارخونې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام