Asset 1SWN

تېره میاشت د ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي

ښځینه کارکوونکې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې د ښځو په ګډون ۵۸۰ کسان پر دندو ګومارلې دي.

یاد وزارت نن «چهارشنبه، لیندۍ ۲۲مه» پر اېکس پاڼه لیکلي چې دې موده کې ۱۹ ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه هم برابره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لیکلي: «په تیره یوه میاشت کې د ا.ا په بیلابیلو ارګانونو کې د ۱۹ ښځينه‌وو په ګډون ۵۸۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

خو یاد وزارت دا نه‌دي ویلي چې دغه کسان په کومو دولتي ادارو او په کومو بستونو ګومارل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت داسې مهال په دولتي ادارو کې د ښځو د ګومارنې خبره کوي چې یوشمېر افغان ښځې چې دندې یې له لاسه ورکړي، وايي، له ټولنې څخه ګوښه کېدو یې پر اقتصادي، ټولنیز او اروايي ژوند ناوړه اغېزې کړي او هره ورځ تدریجي مرګ تجربه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام