Asset 1SWN

روزګان کې خبریالان: دومره کم معاش راکوي، که مزدوري وکړو ډېرې به ترې وګټو

خبریال

روزګان کې یو‌شمېر خبریالان له اقتصادي ستونزو او له دوی سره د رسنیو مسوولانو له ناسم چلن څخه سرټکوي.

حکمت‌الله پاڅون چې روزګان کې یوې خصوصي رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کوي، وايي، سره له دې چې معاش یې کم دی، خو بیا هم د رسنیو مسوولان ورسره ناسم چلند کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، ډېری وخت د رسنیو مسوولان له کوم دلیل پرته خبریالان له دندو شړي او د قرارداد پرمهال هم سخت شرایط ورته ټاکي.

حکمت‌الله پاڅون سلام‌وطندار ته وویل: «ځینې رسنۍ قرارداد کې کارکوونکو ته سخت شرایط ټاکي چې هغه د ژورنالیزم اصولو کې نه‌وي او ځینې وختونه خبریالانو ته پرته له دې چې کومې ستونزې سره مخ شوی وي، د مسوولانو له‌خوا ځواب ورکول کېږي. کارمند خپل کار کوی، خو ان دا چې د مسوولانو څپلۍ ورته سمې نه‌کړې یا د ده لپاره جاروکشي ونه‌کړې، دی یې جوابوي.»

دغه ولایت کې یوشمیر نور خبریالان هم له ورته ستونزې سرټکوي او په وینا یې، معاش یې دومره کم دی چې ان خپلې ورځنۍ چارې هم پرې نه‌شي سمبالولی.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د کم معاش ترڅنګ، د رسنیو مسوولانو ناسم چلن هغه څه دي چې د خبریالانو پر کار او ژوند منفي اغېزې لري.

خبریال بریالي افغان‌مل سلام‌وطندار ته وویل: «ځینې رسنۍ خپلو کارمندانو او خبریالانو ته په دومره کمه کچه معاش ورکوي چې که هغه روزانه مزدوري هم وکړي، زیاتي پیسي به وګټي. هره رسنۍ باید داسې یو معلوم معیار له ځانه سره ولري چې د دونه پیسو په بدل کې زه خپل دغه همکار ته کار ورکوم او هغه باید معلوم کار وکړي. دا هم یو داسې چلن دی که موږ ووایو چې د خبریالانو پر ژوند ډېر منفي اغېز کوي او یو ډول روانې ستونزې ورته پېښې کړي.»

روزګان کې د رسنیو ځینې مسوولان که څه هم خبریالانو سره د ناوړه چلن موضوع نه ردوي، خو وايي، اقتصادي ستونزې لامل شوي چې رسنۍ د خپلو کارکوونکو شمېر او امتیازات کم کړي.

روزګان کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول سمیع‌الله رحماني وویل: «هغه کوم کارمندان چې به رسنیو مخکې درلوده، پنځلس نفره یا شپاړس کسانو چې به رسنیو کې کار کاوه، هغه اوس درېوو ته رسېدلي، د دې لپاره چې رسنۍ نشي کولای خپلو کارمندانو ته معاش ورکړي… موږ خپلو همکارانو سره قرارداد لرو، هغوی سره ښه چلن کوو، دا منو چې د پخوا په شان معاش نشو ورکولای، خو بیا هم کوم شی چې زموږ په وسه پوره وي، هغومره همکاري ورسره کوو.»

سوېلي زون کې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسوول احمد لودین خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره د رسنیو مسوولانو ناسم چلن تاییدوي، خو په وینا یې، اوس دغه ستونزه حل شوې.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د ناوړه چلن ستونزې به وي، موږ ته یوشمېر رسنیو څخه شکایتونه راغلي، خو بیا زموږ په منځګړېتوب هغه ستونزې تر ډېر حده حل شوي. ځینې چې په لویه کچه ستونزې وي او یا شخصي ادرسونو څخه دوی ته ستونزې رامنځته کېږي، د هغه د حل لپاره مو هم کوښښونه کړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو پر بنسټ روزګان کې د دولتي راډیو تلویزیون په ګډون اووه رسنۍ فعالې دي چې د بد اقتصادي وضعیت او کارکوونکو ته د امتیاز نه‌ورکولو له امله د درېوو ښځینه خبریالانو په ګډون شاوخوا ۳۵ خبریالان بې‌دندو شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام