کورنیو چارو وزارت: تېرکال مو ۹۷۰۰کسان د نشهيي توکو قاچاق په تور نیولي
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي سلاموطندار ته وايي چې په تېرکال کې یې د ۲۳زره عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د قاچاق په تور ۹۷۰۰ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس حسیبالله احمدي وايي، تېرکال کې یې ۱۳زره هکتاره ځمکه د نشهيي توکو له کښت څخه پاکه کړې.