د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي سلاموطندار ته وايي چې په تېرکال کې یې د ۲۳زره عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د قاچاق په تور ۹۷۰۰ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس حسیبالله احمدي وايي، تېرکال کې یې ۱۳زره هکتاره ځمکه د نشهيي توکو له کښت څخه پاکه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «تېرکال مو افغانستان کې ۲۳زره عملیات کړي چې پرمهال یې ۱۷۰۰ کسان د نشهيي توکو قاچاق په تور نیول شوي او همداراز ۱۳زره هکټاره ځمکه د نشهيي توکو له کښت پاکه شوې. څه باندې ۴۳۰۰ ټُنه نشهيي توکي لهمنځه تللي دي.»
په ورته مهال د سیاسي چاروکارپوه عزیز ستانکزی افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت کمېدو ته په اشارې له سرپرست حکومته غواړي چې د نشهيي توکو قاچاقوړونکو نیولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي وویل: «د دې امکان شته چې قاچاقوړونکي افغانستان د نشهيي توکو زېرمې ولري چې وخت ناوخت یې خرڅوي او حکومت باید لاس پهکار شي او د قاچاقوړونکو نیولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.»
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په تازهګۍ سره ویلي چې افغانستان ته نشهيي توکي له ګاونډیو هېوادونو رالېږدول کېږي. خو ګاونډیو هېوادونو بیا اندېښنه ښودلې چې له افغانستان د نشهيي توکو قاچاق ډېر شوی دی.