Asset 1SWN

هرات کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه

-------۰۰۰۰-

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې «شنبه، وري یوولسمه» د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه.

د ټرافیک عمومي رییس حسیب‌الله مختار دغه ولایت ته د سفر پرمهال ویلي چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ له کابله پیل او د شمالي ولایتونو ترڅنګ، کندهار او ننګرهار کې هم روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مختار په وینا، د هرات سربېره د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر د دغه ولایت څنګ‌ لوریو ولایتونو غور، بادغیس، فراه، دایکندي او نیمروز کې هم پیل شوی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دوام وکړي.

د ټرافیک عمومي ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، هېواد کې د ټکسي موټرو رنګ له زېړ او سپین، فیروزه‌يي او سپین ته بدل شوی چې ځانګړی ګوډ لري او پر نړیوالو معیارونو برابر دی.

د هرات ټرافیکو مدیریت مسوولان بیا وايي چې تر دې مهاله دغه ولایت کې ۶۰۰۰ ټکسي موټر ثبت شوي چې د رنګ په بدلون سره به یې، یاد ولایت کې د ناامنیو او انسان تښتونې مخه تر ډېره ونیول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دوی په وینا، له پلازمېنې کابل وروسته، هرات هغه ولایت دی چې ډېر نقلیه وسایل لري او ښار کې یې ګڼه‌ګوڼه پراخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام