د افغانستان بانک اعلان کړی چې د مالي او بانکي سکتور د بیارغونې ستراتیژیک پلان له مخې او شته امکاناتو ته په پام یې د دولتي او نادولتي کارکوونکو پر معاشونو لګول شوي بانکي محدودیتونه لرې کړي دي.

دغه بانک زیاته کړې چې له دې وروسته ټول دولتي او سوداګریز بانکونه کولای شي چې د دولتي او نادولتي کارکوونکو له غوښتنو سره سم او له کوم محدودیت او ځنډ پرته دوی ته خپل معاشونه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، دولتي کارکوونکي له بانکونو څخه د خپلو معاشونو ترلاسه کولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په اوونۍ کې یې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شوای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغو محدودیتونو هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو او نیوکه یې کوله چې د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره به ساعتونه د بانکونو مخته په تمه پاتې کېدل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام