د لغمان چارواکي وايي، د الینګار ولسوالي هغه څلور لوړرتبه مسوولان یې نیولي چې یاده ولسوالي یې د هوايي او ځمکنۍ مرستې له رسېدو سره سره بیا هم طالبانو ته پريښې او ترې وتلي دي.

د لغمان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال قاضي حبیب‌الرحمان، سرپرست امنیه قوماندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امر مرستیال شامل دي. خبرپاڼه کې لیکل شوي، یاد کسان تېره ورځ د لغمان د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس نیول شوي او اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

ویل شوي چې وړمه شپه الینګار ته هوايي او ځمکنۍ قوه رسېدلې، بمباري او مخامخ جګړه یې هم کړې وه، خو د ولسوالي مسوولانو پرون سهار د ولایت رهبري له خبرولو پرته په خپل سر یاده ولسوالي پريښې او ترې وتلي وو.



خبرپاڼه کاږي، نیول شویو مسوولانو په الینګار کې شته وسایط او تجهیزات هم طالبانو ته پريښي دي. د لغمان چارواکي وايي، اوس نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

طالبانو هم پرون وویل چې الینګار ولسوالي یې نیولې، خو د لغمان چارواکي د ولسوالي د بېرته نیولو په اړه ډاډ ورکوي او په وینا یې، ځواکونه یې لپاره ځای پر ځای کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حکومت نږدې دوه میاشتې مخکې هم د الینګار ولسوالي د پوستو له سقوط وروسته هم هغه ۱۱۶ لوړرتبه او ټیټ رتبه چارواکي نیولي وو چې د دغو پوستو په سقوط کې ګرم بلل کېدل.

اوس د لغمان له قرغیو ولسوالي پرته د نورو ټولو ولسوالیو مرکزونه له طالبانو سره دي. دولت‌شاه ولسوالي طالبانو نیولې وه، د الیشنګ او بادپښ مرکزونه بلې سیمې ته لېږدول شوي او همدا تېره ورځ الینګار ولسوالي هم دې ډلې ته پرېښودل شوې ده.

په لغمان کې د جګړو له امله تر اوسه شاوخوا څلورنیم زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او لا هم په دغه ولایت کې د کډوالۍ لړۍ روانه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام