Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د پامیر اوسېدونکي: که ستونزې مو حل نشي، قرغیزستان ته کډه کوو

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۶مه نېټې پورې د بدخشان په پامیر کې پر سختې تنفسي ناروغیو ۹۷ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د یادې سیمې اوسېدونکي د دې ناروغیو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.

د ایران نوي سفیر یو ځل بیا له امیرخان متقي سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پنج‌شنبه د سلواغې شپږمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن‌کاظمي قمي له امیرخان متقي سره لیدلي دي.

دغه لیدنه چې پرون شوې د ایران له ځانګړي استازي سربېره، په‌کې د دغه هېواد د سفارت مرستیال او د څلور کونسلګریو مسوولانو ګډون درلود.

د هلمند اوسېدونکي: له جګړو پاتې ناچاودي ماینونه مو ژوند ګواښي

که څه هم هېواد کې د جګړې تود ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاودې توکي او ماینونه لا هم د عامو افغانانو ژوند ګواښي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ختیځ کې «سرکار» سیمه چې د تېرو شلو کلونو پر مهال په‌کې سخته جګړه روانه وه، اوس یې اوسېدونکي وايي چې له جګړو پاتیو ناچاودو ماینونو یې ژوند سخت کړی دی.

اسلامي امارت فلسطین کې د اسراییلو برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین پر جنین ښار د اسراییلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی. په دغه برید کې نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د سلواغې اوومه په یوې خبرپاڼه کې یاد برید غندلی او هغه یې وحشیانه عمل بللی دی.

کابل کې د مسي لوښو ۹۰ سلنه جوړوونکو خپل کسب پریښی

که څه هم د کابل د «میوند جادې» اړوند د مسي لوښو کوڅه کې پخوا د مسي لوښو جوړونکو ګڼې هټۍ موجودې وې، خو اوس په یاده کوڅه یوازې د ګوتې په شمېر هټیو کې لوښې جوړېږي.

د مسي لوښو ځینې هغه جوړونکي چې لا هم دغه کوڅه کې د لوښو پر جوړلو بوخت دي، وايي چې څه باندې ۹۰سلنه مسګرانو خپل کسب پرېښی دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا جمعه د سلواغې اوومه د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته جوړه کړي. دغه وزارت زیاته کړې
چې یاده ناسته د فرانسې، جاپان او عربي متحده اماراتو د هېوادونو په غوښتنه سبا ترسره کېږي.

نېډ پرایس: اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې زده‌کړې د افغانستان راتلونکې لپاره پانګه ده او ښځې او نجونې باید ورته لاسرسی ولري.

کابل کې د یوشان درملو له بېلابېلو بیو د خلکو شکایت

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د یو شان درملو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د ښار په یوه سیمه کې د درملتونونو مسوولان یو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بیو پلوري.

بادغیس کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلام‌وطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې د عیدمحمد په نوم یو ۱۶کلن ځوان هغه مهال د خپل «تره د زوی» له‌خوا ووژل شو چې دواړو پر وسلې لوبې کولې.

د متقي او قمي لیدنه؛ ایران یو ځل بیا د خپلې حق‌ابې غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ایران  سفیر او ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د هلمند سیند څخه د ایران د «حق‌ابې» غوښتنه کړې ده. حسن کاظمي قمي دې لیدنه کې د هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابې پر ورکړې ټينګار کړی.