Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

پر ښځو محدودیتونه؛ سوداګرې مېرمنې: نوي حکومت کې بهر ته صادرات نه‌لرو

هېواد کې یوشمېر سوداګرې ښځې وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې کاروبار خراب شوی دی.

دغو سوداګرو مېرمنو سلام‌وطندار ته وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې به یې یو‌شمېر هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږل، خو اوس یې کاروبار خورا محدود شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د پېښور په یوه جومات کې مرګونی برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې شوې چاودنې ته په غبرګون کې د دغه هېواد حکومت او د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او یاد برید یې غندلی دی. دغه برید پرون دوشنبه ۱:۴۰ بجې هغه مهال په یاد جومات کې رامنځته شوی چې خلک پر لمانځه ولاړ وو.

پېښور کې د شوې چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۲ ته ورسېد

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې شوې پرونۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۲ ته لوړ شوی دی. د دغه روغتون ویاند محمدعاصم رسنیو ته ویلي، د چاودنې پر ورځ یاد روغتون ته ۱۵۸ ټپیان وروړل شوي و چې ډېری یې له درملنې وروسته رخصت کړي دي.

یوه میاشت کې درې متقاعدين د بې‌وزلۍ له امله مړه شوي

د تقاعد شویو د ملي ورځې رارسېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر تقاعد شوي پولیس د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي.

دوی وویل، د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

سږ کال ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دې ډله کې، یو میلیون او ۱۰۰ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او دوه میلیونه او ۲۰۰ زره نور هم د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

مالیې وزارت مالیاتي جریمې معاف کړې

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د «مهربانۍ» پر بنسټ یې د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالياتي جریمې بښلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

نجونې زده‌کوونکې: خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې یوو

له شپږم ټولګي پورته یوشمېر نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، تمه یې لرله چې بېلابېلو څانګو کې لوړې زده‌کړې وکړي، خو د هغوی پرمخ د پوهنتونونو تړل کېدو او د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې څخه د نجونو راګرځولو اندېښمنې کړي دي.