لوګر کې د وزګارتیا له امله د لوستو ځوانانو شکایت
لوګر کې یوشمېر لوستي ځوانان د وزګارتیا له امله شکایت کوي او وايي، سره له دې چې لوړې زدهکړې لري، خو د دندې په موندنې نه دي بریالي شوي.
لوګر کې یوشمېر لوستي ځوانان د وزګارتیا له امله شکایت کوي او وايي، سره له دې چې لوړې زدهکړې لري، خو د دندې په موندنې نه دي بریالي شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې زدهکړې د افغانستان راتلونکې لپاره پانګه ده او ښځې او نجونې باید ورته لاسرسی ولري.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د یو شان درملو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي. دوی سلاموطندار ته وايي چې د ښار په یوه سیمه کې د درملتونونو مسوولان یو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بیو پلوري.
د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلاموطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې د عیدمحمد په نوم یو ۱۶کلن ځوان هغه مهال د خپل «تره د زوی» لهخوا ووژل شو چې دواړو پر وسلې لوبې کولې.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د هلمند سیند څخه د ایران د «حقابې» غوښتنه کړې ده. حسن کاظمي قمي دې لیدنه کې د هلمند سیند څخه د ایران د حقابې پر ورکړې ټينګار کړی.
د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، ژمي کې د دغه ولایت د لویو لارود تړل کېدو له امله اړتیا ده چې د هوايي ټرانسپورټ شرکتونه خپل فعالیت له سره پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو «ګوزنډ» ضد واکسین د کمپاین لومړنی فرعي پړاو یې نن دوشنبه د سلواغې درېیمه په ۱۶ ولایتونو کې د څلور ورځو لپاره پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره څه باندې پنځه میلیونه ماشومان واکسین شي.
که څه هم د هلمند سیند د لښکرګاه ښار په څنډه کې بهېږي، خو د ژورو څاګانو د کیندنې له امله دې ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي کې ناپېژنده وسلهوالو یو دیني عالم وژلی دی. وژل شوی دیني عالم سراجالحق نومېږي او د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي د کیشکتان کلي اوسېدونکی و. د فایز په وینا، وژل شوی دیني عالم د «مولوي جلالالدین شهید» په نوم د یوه ښوونځي ښوونکی هم و.
د بامیان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوو ښځو ځانوژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی. د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد ولایت سیغان ولسوالي کې یوې ۱۶کلنې نجلۍ او د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي کې یوې ۵۰کلنې مېرمنې ځانوژنه کړې ده. د بامیان د امنیې قومنداني د خبرپاڼې له مخې، تراوسه معلومه نه ده چې دغو دوو ښځو ولې ځانوژنه کړې..
د روان کال لومړیو کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تړون د یوه کال لپاره تمدید شو، خو له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده. د کابل اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت لري او وايي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د برښنا کمښت یې ورځنۍ چارې ور ټکنۍ کړي دي.
تخار کې د هوا سړېدو او فصلي ناروغیو ډېرېدو سره هممهاله د یاد ولایت اوسېدونکي دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت او نشتوالي څخه شکایت کوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د سړې هوا، سېلاب او ګازنیونې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ ته رسېدلی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، سربېره پر دې چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنې له پلوه شتمن هېواد دی، خو دې برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې نهلري.
نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې دویمه کابل کې د «کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو» پرانېستغونډه کې کړې دي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي څلور ورځنی سفر چې مشري یې د یاد سازمان د سرمنشي مرستیالې امنې محمد کوله، د ښځو حقونو او بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پای ته ورسېد.
بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر د چپهکېدو له کبله شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، پېښه پرون جمعه د مرغومې ۳۰مه د بدخشان مایمي ولسوالي کې رامنځته شوې ده. دغه موټر له فیضاباد ښار څخه د مایمي ولسوالي پر لور روان و.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون