Asset 1SWN

بلخ کې د یوه کور چت پرېوتو څلور کسان مړه او ۱۸ ټپیان کړي

۵۶۵-880x495-1

د بلخ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چهارکنټ ولسوالي کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله څلور کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنې قومنداني ویاند محمداصف وزیري ویلي، پېښه د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د چهارکنټ ولسوالي «قوریق» کلي رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د یوې کورنۍ غړې دي.

محمداصف وزیري همداراز زیاته کړه چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې کورنۍ ټول غړي د شپې ډوډۍ لپاره یوې کوټه کې سره ټول شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې کونړ کې هم د یوه کور چت پرېوتو له امله ځینې کسان مړړه او ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام