Asset 1SWN

د کانکور ازموینې نېټې اعلان؛ سږکال ۱۵۰زره هلکانو نوملیکنه کړې

ترکیه-سیستم-کانکور-افغانستان-را-نوسازی-می_کند

د ازموینو ملي ادارې نن پنج‌شنبه، غبرګولي دویمه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ۱۴۰۳کال د عمومي کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه.

په دې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل چې د روان کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانکور ازموینې لومړی پړاو به د روانې غبرګولې «جوزا» میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي چې په‌کې به د ۱۶ ولایتونو له دولسم ټولګیو څخه فارغ شویو زده‌کوونکو ازموینه واخیستل شي.

سږکال له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۱۵۰زره هلکانو د کانکور ازموینې ته نوم‌لیکنه کړې چې د یادې ادارې په وینا، ۷۵زره به لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو ته جذب شي.

عبدالباقي حقاني وویل: «د بایومټریک لومړۍ دوره د غبرګولي په ۱۵مه او ۱۶مه او د ازموینې نېټه د غبرګولي ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ده چې میدان‌وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان کې به واخیستل شي. دویم پړاو ازموینې د بایومټریک نېټه به ۲۱مه او ۲۲مه د غبرګولې وي چې ازموینه به د چنګاښ په لومړۍ او دویمې نېټې واخیستل شي. دې ازموینه کې کابل او ولسوالۍ شاملې دي.»

د نوموړي په وینا، د چنګاښ په لومړۍ او دویمه نېټه به د پلازمېنې کابل او ولسوالیو له دولسم ټولګیو فارغو زده‌کوونکو د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د چنګاښ په اوومه او اتمه به د بدخشان په ګډون ۱۱ولایتونو کې د کانکور ازموینه ترسره شي او څلورم پړاو کې به د چنګاښ پر ۱۴مه د اوو ولایتونو له زده‌کوونکو کانکور ازموینه واخیستل شي.

درېیم پړاو ازموینه کې به تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، روزګان، بغلان، دایکندي، فیض‌اباد، بهارک، خواهان، درواز، شغنان شامل وي. ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز هغه ولایتونه دي چې څلورم پړاو کانکور ازموینه به په‌‌کې واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني په وینا، وروستۍ او پنځم پړاو کې د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام