Asset 1SWN

قلندر عباد هېواد کې د پولیو له‌منځه وړو لپاره له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه

قلندر-عباد-qokycc18luvkegex0llsybemz0681oduqw9u6ue16w

افغانستان او پاکستان کې د پولیو «ګوزڼ» ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو څلور ورځنۍ غونډه تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته وايي، دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد ګډون کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

قلندر عباد دې ناستې ته ویلي، افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو ته د لاسرسي کچه ښه شوې او دا مهال په ټول هېواد  کې واکسین تطبیقېږي.

هغه وویل: «د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین ته لاسرسی ښه شوی او اوس هېواد کې داسې ځای نشته چې د واکسین کمپاین دې په‌کې پلی نه‌شي، دې کمپاین کې ۷۰۰۰۰ کارکوونکي چې مېرمنې هم په‌کې شاملې دي، کار کوي.»

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د روغتیايي سېسټم د پیاوړتیا په برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.

په دې غونډه کې د پولیو له‌منځه وړو ملي بیړني مرکز، د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او روټري انټرنیشنل شرکت استازیو هم برخه اخیستې وه.

تېرکال په ننګرهار کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د کمولو په موخه هېواد کې د پولیو د ضد واکسین نهه کمپاینونه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و، له پاکستان څخه د  افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هغه هیوادونه دي چې پولیو په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام