Asset 1SWN

میدان‌ښار کې د برښنا یو ټرانسفرمر ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

85630fc7-cdfd-4fee-a832-6d25df1fafa0

د میدان‌وردګ د برښنا ریاست له لوري د مرکز میدان‌ښار په «عالم‌کوریو» سیمه کې د ۱۶۰ کېلو ولټ امپیر په ظرفیت د برښنا یو ټرانسفرمر جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرانسفرمر د نږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او نن «پنج‌شنبه، غبرګولي دویمه» ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي، یاد ټرانسفرمر به شاوخوا ۱۶۰ کورنیو ته برښنا ورکړي او هڅه روانه ده چې د میدان‌ښار نږدې سیمو او کلیو ته هم د برښنا مزي وغځول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌ښار اوسېدونکي هم خوښ دي چې د برښنا ریاست له لوري سلګونه کورنیو ته د برښنا رسولو ټرانسفرمر نصب شو، خو غوښتنه کوي چې برښنا ادارې ته په‌‌کار ده چې د میدان‌ښار په ګډون نږدې ولسوالیو اوسېدونکو ته هم د برښنا غځولو چارې پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام