Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۸۰زره ډالرو د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل شوې

۱۲۲۱۲۱۲۲

د پکتیکا په «یحیی‌خېلو» ولسوالي کې د ۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې پرون «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د یوه سوداګر په شخصي لګښت د یحیی‌خېلو ولسوالي د «غيبي‌خېلو» سيمه کې د يوه پُل د جوړېدو چارې پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې د ياد پُل د جوړونکي له قوله ليکل شوي چې د دې پله پر جوړولو به ۸۰زره امريکايي ډالر لګښت راشي او د دوو مياشتو په موده کې به یې، چارې بشپړې شي.

د سيمي اوسېدونکي د دې پُل پر جوړېدو خوښ دي او وايي، تر دې وړاندې به د سېلاب راوتو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه پُل د چارو پيل مراسمو کې د پکتيکا والي عبدالحق عابد له نورو شتمنو هم وغوښتل چې تر خپل توانه دې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام